لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پيښور. بمي بريد درې ملیشه عسکر وژلي دي
د خيبر پښتونخوا په مرکز پيښور کې نن، سه شنبه د يوه بمي بريد په نتيجه کې درې ملیشه سرتيري وژل شوي دي. د پوليسو په حواله په چاودنه کې ۵ مليشه عسکر ټپيان شوي هم دي. د پولیسو يوه مشر محمد سجاد خان د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «چاوديدونکي توکي د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي ول او د ملیشه ځواک ټرک موټر د دغه ځای څخه د تيريدو پر مهال چاودنه رامنځته شوه.» د پاکستاني طالبانو يوې ډلې د بريد مسئوليت منلې دی.
سوريه: په تازه بريدونو کې ۱۴۱ ملکيان وژل شوي
د رويترز د يوه رپوټ پر اساس د سوریې د جګړه ځپلي ښار حلب پر ختيځه برخه په هوايي او د درنو وسلو په تازه بريدونو کې د يوې اوونۍ په اوږدو کې لږ تر لږه ۱۴۱ ملکيان وژل شوي دي. د بشري حقونو د څار لندن میشتې ټولنې ويلي چې له وژل شويو څخه یې ۱۸ ماشومان دي. همدا راز د ښار په لويديځه برخه کې هم چې د حکومتي ځواکونو په کنترول کې ده، د ياغيانو بريدونو ۱۶ ملکيان وژلي او ډير شمير یې ټپيان کړي دي.
په آلمان کې درې شکمن افراطيان نيول شوي
په آلمان کې درې تنه سوریې الاصله آلمانان نيول شوي چې ښايي د «احرار الشام» د افراطي مليشو سره یې مالي او مادي مرسته کوله. په بايرن، نیدرساکسن او برلين کې د پوليسو د عملياتو پر وخت د دې کسانو کورونه هم وپلټل شول. دا معلومات په کارلسروهه ښار کې د آلمان فدرالي څارنوالۍ له خوا ورکړل شوي. د «احرار الشام» ډله په سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد رژيم پر ضد جنګيږي او د شریعي نظام رامنځته کول يې هدف دی.
په ترکيه کې د پوځ او پولیسو په زرونو کارکونکي ګوښه شوي
د ترکیې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د يوه فرمان له مخې يو ځل بيا کابو ۱۰ زره امنيتي ځواکونه له دندو ګوښه شوي دي. سربيره پر دې ۵۰۰ بنسټونه، مرستندويه سازمانونه او رسنۍ هم تړل شوي دي. ويل شوي چې دا اقدامات د جولای میاشتې د ۱۵ نيټې د کودتا د ناکامې هڅې په اړه د ترسره شويو پلټنو په تړاو شوي. همدا راز په بيلا بيلو وزاتونو کې هم يو شمير نور مامورين له دندو ګوښه شوي دي.
مصر: د محمد مرسي د عمري بند سزا لغو شوه
د مصر سترې محکمې د پخواني ولسمشر محمد مرسي د مرګ سزا تر لغو کولو وروسته اوس د عمري بند حکم هم لغو کړی دی. دا خبر په پلازمېنه قاهره کې د محکمې له خوا ورکړل شوی. په دې قضيه کې پر مرسي او د اخوان المسلمين ډلې پر نورو مشرانو د بهرنيو سازمانونو له پاره د جاسوسۍ او نور تورونه لګول شوي ول. د مصر دغه لومړی ټاکل شوی ولسمشر د ۲۰۱۳م کال په دوبي کې تر سترو مظاهرو وروسته د پوځ له خوا له واکه ليرې کړل شو.
ترمپ وايي د کار په لومړۍ ورځ به د ترانس پاسفيک تړون لغو کړم
د امريکا ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترمپ غواړي په سپينه مانۍ کې پخپله لومړۍ ورځ د ترانس پاسفیک د آزاد بازار تړون «ټي پي پي» لغو کړي. ترمپ به د جنورۍ میاشتې پر ۲۰ نيټيه لوړه وکړي. دا تړون د پاسیفک د غاړې د ۱۲هيوادونو چې جاپان او استرليا هم پکښې شامل دي، د آزاد بازار تړون دی. دغه بايد په اصل کې برحاله ولسمشر بارک اوباما په جنورۍ میاشت کې د کانګرس له خوا تصويب شوی وای.
د آلمان کابينې د راتلونکي کال د بودجې په اړه بحث پيل کړ
د آلمان پارلمان نن، سه شنبه د راتلونکي کال د بوديجې په اړه بحث پيلوي. د دې بوديجې مسوده د راتلونکي کال له پاره د ۳۲۹،۱ ميليارد یورو لګښت په نظر کې لري چې دا د روان کال په پرتله ۳،۸ سلنه زياته ده. ائتلافي حکومت د کورني امنيت موضوع ته لومړيتوب ورکړی. همدا راز حکومت داهم غواړي چې له مهاجرو سره د دوی په اصلي وطنونو کې مرسته وشي. د مثال په توګه د سوریې په ګاونډي هيوادونو کې بشري مرستې پراخې شي.