لنډ خبرونه له انځور سره
د سوريې په شمال کې ۳۰ زره انسانان له جګړو څخه تښتېدلي دي
د سوريې په شمال کې د حلب په ولايت کې د بشري حقونو د فعالينو په خبره په لسګونو زره انسانان د ترهګرې ډلې «اسلامي دولت» او ياغيانو تر منځ له نښتو څخه تښتېدلي دي. لږ تر لږه ۳۰ زرو انسانانو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې تېښته غوره کړې ده. دغه خبره د بشري حقونو د څار ډله هيومان رايتس واچ کوي.
کلينټن او سېنډرز يو د بل سره تنده مناظره وکړه
د امريکا په نيو يارک آیالت کې د تر سره کېدونکو مهمو مقدماتي ټاکنو مخکې د ولسمشرۍ له پاره دواړو نوماندانو هيلري کلينټن او بېرني سېنډرز يو بل ته تندې خبرې وکړې. د نيو يارک ښار په بروکلين ناحيه کې تر سره شوې مناقشه داسې تنده وه چې د بحث تنظيمونکي وويل «که داسې چېغې وهئ، نو تماشاچيان به ستاسو په خبرو صحيح پوه نه شي.»
په شمالي کوريا کې د توغندي بله ازموينه هم ناکامه شوه
په شمالي کوريا کې د سويلي کوريا د دفاع وزارت په خبره د توغندي يوه بله ازموينه هم ناکامه شوې ده. د «يونهاپ» نومي خبري اژانس په حواله ښايي د «موسودان» ډول د منځني واټن توغندي ازموينه ناکامه شوې وي. د متحدو آيالاتو د دفاع وزارت يوه استازي په واشنګټن کې هم د سول له خوا شوې څرګندونې تائيد کړې دي.
په افغانستان کې په درو مياشتو کې څه باندې ۸۰ زره داخلي کډوال رامنځ ته شوي
په لسګونو زره افغانان د روان ميلادي کال په اولو درېو مياشتو کې په خپلو اصلي سيمو کې د جګړو له کبله تښتېدلي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو او همداراز د بشري مرستو سازمانونو د پنجشنبې په ورځ داسې ارقام خپاره کړل چې له مخې يې په افغانستان کې څه باندې ۸۱ زره داخلي کډوال ثبت شوي دي.
اروپايي هېوادونه د تش په نامه شرکتونو په وړاندې د جي ۲۰ ډلې عمل غواړي
آلمان او څلور نور ستر اروپايي هېوادونه د مالياتي درغليو د ځايونو او پيسو د مينځنې د چارو په وړاندې عمل غواړي. د ماليې وزير، ولفګانګ شويبله، په واشنګټن کې د فرانسې، لويې بريتانيې، ايټاليې او هسپانيې له ماليې وزيرانو سره يو ځای داسې يو پلان ترتيب کړ چې له مخې يې د معلوماتو او ارقامو د لېږد رالېږد او تبادلې کار ډېر ژر شروع کيږي.
د برازيل ولسمشره له دندې څخه د ګوښه کېدو له ګواښ سره مخامخه ده
د برازيل سترې محکمې د حکومت هغه غوښتنه رد کړې ده چې د ولسمشرې، ديلما روسېف په وړاندې له دندې څخه د ګوښه کېدلو بهير دې ودروي. په دې ترتيب د يکشنبې په ورځ په پارلمان کې ټاکل شوې رايه اچونه له پلان سره سم تر سره کېدای شي. که هلته دوه په درې اکثريت تر لاسه شي، به دغه قضيه سنا ته وسپارل شي، چې په دې هکله وروستۍ پرېکړه کوي.