قزاقستان روسیې ته د ډرونونو پر صادراتو د بندیز خبر رد کړ
۱۴۰۲ مهر ۲۹, شنبهد قزاقستان د سوداګرۍ وزارت ویلي دي د روسیې پر وړاندې د بندیزونو په ارتباط د روسیې فدراسیون ته د هیڅ ډول توکو پر صادراتو هیڅ ډول بندیز نه دی لګول شوی.
نوموړي وزارت زیاته کړې ده چې د توکو تجارت په اصطلاح د دوه ګونې کاریدنې، چې کیدای شي د ملکي او نظامي مقاصدو له پاره ترې استفاده وشي، د قزاقستان د بین المللي تعهداتو په اساس ترسره کیږي او دا ډول صادرات به کنترولیږي.
د قزاقستان د رسنیو د رپوټونو په اساس د دغه هیواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال کائرات توره بایف، مخکې تر دې ویلي وو چې هیواد یې روسیې ته د ۱۰۶ ډوله توکو، د هغو له جملې څخه د بې پیلوته الوتکو او د هغې د الکترونیکي پُرزو، ځانګړو تجهیزاتو او چِپونو صادرات منع کړي دي.
پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته د پخواني شوروي اتحاد ډیر شمیر جمهوریتونه، د هغو له ډلې څخه قزاقستانپر روسیې د نړیوالو بندیزونو په نه مراعاتولو تورن دي.
د سپټمبر میاشتې په پای کې د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هیوادونو مشرانو په برلین کې د المان له صدراعظم اولاف شولڅ سره ژمنه وکړه چې «د بندیزونو د نه مراعتیدو د مخنیوي له پاره به لا زیات کوښښونه وکړي.»
آژانسونه: ش.ن/ن.ص