د پوتین په نفع شعارونه پر ۵۰ زره ډالره نغدي جریمه تمام سول
۱۴۰۱ مرداد ۱۶, یکشنبهد فنرباغچه ټیم مینه والو دغه شعارونه په استانبول کې د دغه ټيم او اوکرایني ټيم «دینامو کییف» تر منځ سیالۍ پر مهال ورکړي دي. دوی د لوبې پر مهال د «پوتين پوتین پوتین...» نارې وهلې دي. په ترکيه کې د اوکراین سفیر دغه کار په کلکه غندلی دی. دغه مسابقه دوه پر یو د اوکرايني ټیم په ګټه پای ته ورسیده.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اولګ نیکولنکو، پر ټويټر لیکلي دي: «زموږ جنګي ځواکونو د ترکېې په خاوره کې پوتین ته دوه د یوه پر وړاندې ماتې ورکړه. موږ د ترکېې مینه والو ته توصیه کوو چې د ګټونکي ټيم پلوی وکړي.»
که څه هم د استانبول فنرباغچه ټیم په ابتدا کې د خپلو پلویانو له دغه رفتار څخه فاصله ونيولې، اما بخښنه ېې ونه غوښته. د دغه ټيم مشر، علي کوج، وويل: «د اوکراین سفیر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند باید د خپلو دغو نامناسبو څرګندونو په خاطر له موږ څخه بخښنه وغواړي.»