1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فضاء به د ناټو د نظامي فعالیتونو یوه برخه وګرځي

۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبه

د ناټو نظامي تړون په دې هڅه کې دی چې فضاء د خپلو نظامي فعالیتونو پر حوزې ور علاوه کړي. د کارپوهانو په خبره له سپوږمکیو څخه کار اخیستنه مخ پر ډیریدو ده. په دې اړه نهایي پریکړه به د دسمبر میاشتې په اوایلو کې وشي.

https://p.dw.com/p/3TB3U
Erster Kommunikationssatellit der Bundeswehr startet
انځور: picture-alliance/dpa/Astrium GmbH

د شمالي اتلانتیک تړون(ناټو) په دې هڅه کې دی چې په فضاء يا تشيال کې خپل فعالیتونه پراخه کړي. ټاکل شوی ده چې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د چهارشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۲۰ نیټه) په بروکسل کې سره راټول شي او په دې اړه به سلا مشورې وکړي. د ناټو مشران به د دسمبر میاشتې په لومړیو کې په دې اړه وروستۍ پریکړه وکړي. 

د کارپوهانو له نظره دا به د ځمکې، هوا او مجازي فضاء ترڅنګ د ناټو د نظامي فعالیتونو له پاره یوه نوې ساحه وي.

د ناټو د موافقتنامې د پنځمې مادې په اساس د یوه غړي هیواد پر فضایي تاسیساتو برید کیدای شي د ټولو غړو هیوادونو له غبرګون سره مخامخ شي. د کارپوهانو په اند د ناټو دغه اقدام په دې معنی دی چې د فضاء اهمیت یوازې د اقتصادي او اړیکو د حوزې پورې محدود نه دی. د کارپوهانو د ارزونې له مخې د نظامي فعالیتونو په برخه کې له سپومکیو څخه استفاده په مخ پر ډیریدونکي ډول اهمیت پیدا کوي.

ناټو اندیښنه لري چې د چين او روسیي په څیر هیوادونه به د توغندیو په جوړولو سره دغه سپوږمکۍ په فضاء کې په نښه کړي. چين په ۲۰۰۷ م کال کې د فضایي سپوږمکیو ضد یوه توغندی پر آزموېنې لاس پورې کړی وو.

په اوس وخت کې شاوخوا ۲۰۰۰ فعالې سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې موجودې دي چې وخت په وخت یي په شمیر کې زیاتوالی رامنځته کیږي. همدا اوس ناټو د یوه نظامي تړون په توګه خپله کومه سپوږمکۍ نه لري او د نظامي کارونې له پاره د غړو هیوادونو پر سپوږمکیو تکیه کوي.

دویچه ویله/ش.ن/ا.ا