عسل په زکام کي تر انتي بیوتیکو او نورو دواوو مؤثره دي
۱۳۹۹ شهریور ۱۶, یکشنبهد لایو ساینس علمي مجلې په حواله د فوقاني تنفسي دستګاه (URTLs ) مکروبونه پر پزي، ستوني او برانشیټونو باندي تأثیر کوي.
محقیقینو د انسان پر بدن باندي د ۱۴ تجربو او د مختلفو عمرو درلودونکو ۱۷۶۰ ګډون کونکو کي د زکام پر وخت عسل د انتي هیستامینو، انتي بیوتیکو، اکسپکتورانتو او نورو مختلفو تسکین کونکو دواوو سره مقایسه کړه. هغوی دې نتیجې ته ورسیدل، چي هغه کسان چي د زکام پر وخت د عسلو څخه استفاده کوي، ترهغو کسانو چي معمولي دواوي خوري، د زکام دوره یې حداقل ۳ ورځي راکمیږي.
به عسلو کي موجود ضد مکروبي مواد په مستقیم ډول سره په وجود کي د زکام د عواملو سره مبارزه کوي. د عسلو يا شاتو سریښناکه حالت هم د ستوني د تخریش او ټوخي د کمیدو سبب کیږي. عسل همدارنګه د انتي اکسیدان درلودونکي دي او تحقیقات ښيي، چي دغه ماده ضد مکروبي او ضد التهابي خاصیت لري.
څیړونکو همدارنګه ویلي دي، چي «د فوقاني تنفسي دستګاه التهابي کیدل اکثرأ د انتي بیوتیکو د تجویز سبب کیږي. خو د هغه ځایه څخه چي دغه دستګاه اکثرأ ویروسي کیږي، نو د انتیوبیوتیکو تجویز هم ګټه نه رسوی او غیر مناسب دي. د دغو دواوو څخه تر حده ډیره استفاده د مکربونو په مقابل کي د انتیبیوتیکو مقاومت هم له منځه وړي.»
خو محقیقین ټینګار کوي، چي په بوتولیسم د اخته کیدو د خطر په سبب نباید تر یوه کال کښته کوچنیانو ته عسل ورکول سي.