عامرخان ولي د افراطي هندوانو له کرکي سره مخامخ دی؟
۱۳۹۹ شهریور ۷, جمعهد بالیوود مشهور اکټر، ۵۵ کلن عامرخان د چینايي ګوشکي تولیدونکي«ویوو»Vivo شرکت پیغام رسونکی وو او اعلانات یې ورته کوله. سربیره پردې هغه د خپلو فلمونو لکه په ۲۰۱۶م کال کي د «دنګل» فلم په سبب په چین کي ډیر طرفدران پیدا کړي دي. هغه د تویتر غوندي مشابه چینايي اجتماعي شبکه، وایبو(Weibo) کي ۱،۱۶ ميلیونه فالوور یا تعقیبونکي لري.
په دې اوونۍ کي د وطنپرستۍ ملي سازمان«راشتریه سویم سنګه» په نامه ښی اړخي هندو افراطي سازمان «د اژدهارانو ګران خان» په عنوان ددغه هنرمند عکس د خپلي مجلې پر پوښ باندي چاپ کړ، چي د اژدهارانو څخه یې مطلب چینايي داستان ته اشاره ده.
په د غه مجله کي عامرخان د ترکیې سره د ارتباط په دلیل هم تر دښمنانه حملې لاندي راغلی دی. ځکه چي دغه هیواد په کشمیر کي د هندوستان سیاست غندي. په دغه مقاله کي راغلي دي، چي خان د هغو کسانو سره تړون کړی دی، چي د هندوستان په دښمنانو کي راځي.
د اوونیزي مجلې«هتیش شنکر» مدیر په خپله انترنیتي صفحه کي لیکلي دي، «داسي معلومیږي، چي عامرخان د چین د کمونسټ حزب ګران شخصیت دی او دا واقعیت چي فلمونه یې هلته په ډیر ښه ډول ښوول کیږي، ددې ښکارندوی دی، چي دی د چین د دولت له خوا حمایه کیږي.»
د هندوستان صدراعظم نارندرا مودي له چین سره په سرحد کي تر خونړیو نښتو وروسته د همدې کال په جون میاشت کي له چین سره مخ پر ډیریدونکي دښمنۍ ته لمن ووهله.
د «راشتریه سویم سنګه»په نامه هندو مذمبه افراطي ډله په حقیقت کي د مودي د بهاراتیا جاناتا د حزب ایډیالوژیکي اړخ دی او هغه د هندوانو د یوه معتمد په حیث د هغه دایمي غړی دی.
په ۲۰۱۴م کال کي قدرت ته دمودي له رسیدو راهیسي داسي ډیر تدابیر اتخاذ سوي دي، چي د دغه هیواد د اقلیت ۲۰۰ ميلیونه مسلمانانو په منځ کي یې سخت تشویشونه رامنځته کړي دي.
مسلمان ستوري د بالیوود په صنعت کي پخوانۍ سابقه لري او په اصطلاح درې خانان، لکه عامرخان، سلمان خان او شاهرخ خان له درو لسیزو راهیسي د هندوستان د سینما مشهوره اکټران دي.
خو عامر خان په خبرو کي د جرأت په دلیل هم د هغوی تر توجه لاندي راغلی دی، که څه هم له مودي سره یې د یوې لیدني کتني پر مهال عکس هم اخیستل سوی دی.
عامر خان د بالیووډ د وتلو ستورو له جملې څخه دی او په لسهاوو فلمونو کي راښکاره سوی دی. هغه اکثرأ د یوه هندي او یا سک قهرمان رول بازي کړی دی. هغه د طرفدرانو ډیر کلبونه لري، چي پکښي په ميلیونو هندوان غړیتوب لري.
عامرخان په ۲۰۱۵م کال کي د هندي اجتماعي شبکو تر دښمانه حملو لاندي راغی او د ماینې او اولادو د بیري په سبب له څو خارجي اعلاناتو او تبلیغاتي پروګرامو څخه ووت.
هغه وخت په هندوستان کي وضع متشنجه وه او یو مسلمان د غوايي غوښو د خوړلو په سبب په قتل ورسید.
پردې سربیره عامرخان یووار بیا هغه وخت د هندواڼو تر قهر لاندي راغلی چي کله یې د ترکیې د جمهوررئيس د ماینې، امینه اردوغان سره د خپل وروستي فلم د ښکاره کیدو پر وخت په ترکیه کي ولیدل.