د لوېدیځ د فشارونو په «خنثی کولو» کې د روسیې د مرستې غوښتنه
۱۴۰۳ آذر ۶, سهشنبهد روسیې خبري آژانسونو رپوټ ورکړی دی چې سرګې شويګو چې پخوا د روسیې د دفاع وزیر وو، په دغه لیدنه کتنه کې ویلی دي چې د امریکا متحده ایالات باید په افغانستان کې د پوځي حضور د کلونو په پام کې نیولو سره، د افغانستان په بیارغونه کې د رهبرۍ نقش ولوبوي.
د روسي خبري آژانسونو د رپوټ له مخې، د طالبانو مشرانو له شويګو څخه غوښتي چې له هغوی سره د متحده ایالاتو له خوا بندیزونو په نتیجه کې د رامنځته سوو فشارونو په راکمولو کې مرسته وکړي.
شويګو د یوه روسي هیئت په مشرۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کی ددغې ادارې د رئیس الوزرا او دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو د مرستیالانو په گډون د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره خبري اتري وکړې.
د روسي د خبري آژانسونو د رپوټ له مخې ، شویګو ویلی دي :«اجازه راکړئ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د رغوونکو سیاسي خبرو اترو د رامنځته کیدو له پاره زموږ تیاری تأیید کړم او یو له اهدافو څخه به د افغانانو ترمنځ د (سیاسي) جوړجاړي له پاره د یوې انگیزې رامنځته کول وي.»
په ۲۰۲۲ م کال کې پر اوکراین باندې د روسیې یرغل، ولسمشر ولادیمیر پوتین دې ته اړ کړ چې له هغه څه سره چې کرملین هغه د متحده ایالاتو او لویدیځو متحدینو له خوا اقتصادي محاصره بولي، د آسیا او نورو هیوادونو پر لور حرکت وکړي.
مسکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په آسیا کې به د منځني او لنډ واټن د توغندیو ځای پر ځای کیدل په نظر کې ونیسي، په دې صورت کې چې د امریکا متحده ایالات په دغه سیمه کې داسي یو تصمیم ولري.
شویګو وویل، امريکا چې په ۲۰۲۱ م کال کې یې په افغانستان کې تر شل کلن حضور وروسته، خپل ځواکونه له دغه هېواد څخه وایستل، باید له دغه هیواد سره د بیارغونې په برخه کې خپله ژمنه پرځای کړي.
له شويګو څخه په نقل قول کی راغلي:«موږ بیا هم د متحده ایالاتو موضوع لرو چی ټول شاوخوا لوټ کوي.»
هغه زیاته کړې:«موږ دلته د شتمنیو د بیرته ستنیدو په هکله خبره کوو، هغه شتمني چې په افغانانو پوری اړه لري. او داسي ښکاري چې هغوی یې د بیرته ستنولو اراده نلري، لکه د نورو هیوادونو، لیبیا او سوریې په شان . زما په نظر متحده ایالات باید د افغانستان په بیارغونه کې د پانگونې له پاره اصلي نقش ولري.»
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر، شويګو ته ویلی دي چې د نوموړې ډلې اداره د لویدیځ له خوا د بندیزونو د راکمولو له پاره د مسکو مرستو ته اړتیا لري.
ملا برادر ویلی دي چې :« موږ د افغانستان د صادراتو د پراخولو د شرایطو د تأمین او بهرنۍ پانگونې د پراختیا له پاره هلې ځلې کړي دي.»
برادر د شتمنیو او د طالب مشرانو د سفر بندیدو ته په اشارې سره وویل چې د امریکا متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو په ۲۰۲۱ م کال کې پر افغانستان باندي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، پر دغې ډلې فشار راوستلی دی.
له ملا برادر څخه نقل قول سوی:«له همدې کبله موږ د روسیې د فدراسیون په تمه یو، تر څو ددغو فشارونو په خنثی کولو کې زموږ سره مرسته وکړي.»
په افغانستان کی د پخواني شوروي اتحاد میراث
روسیه په افغانستان کې د نهه کلنې جگړې میراث او په دغه هیواد کی د مسکو په پلوي د حکومت ملاتړ له ځانه سره لري. په دغه موده کې د کمونستي حکومت ضد ځواکونو، د مسکو په پلوي حکومت په وړاندي مقاومت کاوه او د نهه کلنې جگړې په موده کې د پخواني شوروي شاوخوا ۱۵۰۰۰ سرتیري ووژل سول.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تیره میاشت اعلان وکړ چې د ترهگرو سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم د لیری کولو له پاره تصمیم نیول سوی دی، خو باید له حقوقي پروسو څخه تیر سي.
شويګو د کانونو د استخراج په برخه کې همکاري، د وړاندیز سوې اقتصادي همکارۍ د یوې مهمې بيلګې په توګه یاده کړه.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال، الکسې اورچوک، په دغه سفر کې طالب چارواکو ته ویلی دي چې روسیه غواړي د اورگاډي د جوړولو په پروژه کې چې افغانستان له سیمې سره وصلوي، ونډه واخلي.
« د افغانستان له خاورې د هیڅ کوم هیواد په وړاندي استفاده نه کیږي»
د طالبانو د ویاند دفتر هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي چی د روسیې د امنیت شورا منشي د کابل او مسکو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراخوالي غوښتنه کړې ده.
له دغې وینا څخه په نقل قول سره، شويګو ویلی دي چې هیواد یې لیولتیا لري د اورګاډي، ترانسپورت، صنعت، کرهڼې، بریښنا او کانونو په برخه کې حیاتي پروژې پلي کړي.
په وینا کې د شويګو له خولې ویل سوي چې روسیه لیوالتیا لري چې افغانستان د شانگهای په سازمان کې د څارونکي غړي په توگه حضور ولري او دغه چوکۍ یو وار بیا ترلاسه کړي.
ددغې وینا له مخې، د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر، روسي هیئت ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ کوم هیواد په وړاندي استفاده ونه سي.