طالبان: له پاکستان څخه ۵۵۵ افغانان په جبري ډول اخراج شوي
۱۴۰۳ فروردین ۳۰, پنجشنبهد طالبانو ادارې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی، چې تېره ورځ د وري پر ۲۹ نېټه پاکستان ۵۵۵ افغانان په جبري توګه اخراج کړي دي.
د کډوالو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه افغانان تېره ورځ د سپین بولدک او تورخم بندرونو له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
په خبرپاڼې کې راغلي دي چې د سپين بولدک له لارې ۵۳ کورنۍ چې ۲۸۶ کسان کېږي، په جبري ډول تېره ورځ هېواد ته راستول شوي دي. دغه راز په خبرپاڼې کې ویل شوي دي چې د تورخم بندر له لارې هم ۵۲ کورنۍ چې ۲۶۹ کسان کېږي، هېواد ته راګرځېدلي دي.
ویل شوي دي چې دغه ټولې کورنۍ په کندهار او ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت نړیوال سازمان او نورو مرستندویه ادارو ته د مرستو له پاره ورپېژندل شوي دي.
دغه کورنۍ داسې حال کې افغانستان ته په جبري ډول اخراجېږي چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو له هغه هېواده د افغانانو د اخراج د نوې لړۍ د پیلولو خبر ورکړی دی. په همدې حال کې پاکستان دوې ورځې مخکې تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ هم تړلې ده.