طالبان: رئيس الوزرا بېرته کابل ته ستون شوی
۱۴۰۲ تیر ۲۶, دوشنبهد طالبانو ادارې د ریاست الوزرا مشر ملا حسن اخوند، له کندهاره بېرته کابل ته ستون شوی. د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي دی چې نوموړي ته د کابل په هوایي ډګر کې تود هر کلی ویل شوی او نن یې په ارګ کې بېرته دنده پیل کړې ده.
اړوند مطلب: د طالبانو د رئيس الوزرا د بدلون دلیل څه دی؟
بلل کریمي زیاته کړې ده: «نن رئیس الوزرا د امیرالمؤمنین له هدایت سره سم د هېواد پایتخت کابل ته راستون شو. ملا حسن اخوند به ارګ ته له رسېدو سره سم د ریاست الوزرا عالي مقام په توګه د مملکت د امورو د لا ښه تنظیم او مدیریت په هدف خپلو وظایفو ته دوام ورکوي.»
د طالبانو رئیس الوزرا څو میاشتې وړاندې، چې ظاهراً د هغه » وغتیایي درملنه او استراحت« کول بلل شوي وو، له کابله کندهار ته تللی و، چیرې چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخوندزه هم مېشت دی.
اړوند مطلب: ځايي رسنۍ: مولوي عبدالکبیر د طالبانو د حکومت نوی سرپرست رئیس الوزرا ټاکل شوی
طالبانو ته یوې نږدې سرچینې له نوم ښودلو پرته دویچه ویله ته وویل، چې ملا حسن اخوند پاکستان ته تللی و او د کراچۍ په یوه روغتون کې تر تداوۍ لاندې و. سرچینه وایي، نوموړی تر درملنې وروسته د کندهار په عینو مینه کې د پخواني حکومت د یوه چارواکي په کور کې استوګن و.
د طالبانو د چارو کارپوه میرویس افغان هم وایي چې د ملا حسن اخوند روغتیا د ډاډ وړ نه ده او کابل ته د هغه تګ په موقتي ډول دی.
اړوند مطلب: طالبانو د رئیس الوزرا ګوښه کیدل او په کابینه کې بدلون رد کړ
نوموړی وایي، هغه د جدي روغتیایي ستوونزو له امله نشي کولی دندې ته دوام ورکړي: «ملا حسن روغتیایي مشکلات لري، که دندې ته ورغلی هم وي، بېرته به له دندې ځي. د هغه روغتیایي مشکلات ډېر ژور دي. پخوا د ده علاج په پاکستان کې کیده او د ده معالج ډاکټر تر مرګ وروسته، دی له ستونزو سره مخ شوی. د ده لاسونه په اسانۍ کار نه کوي او اسانه نه ده چې هغه دې دا دنده په بشپړ ډول پر مخ یوسي.»
اړوند مطلب: ملا حسن اخوند وايي ملت بايد د طالبانو د واک له کبله منندوی اوسي
د روان کال د مې میاشتې په نیمایي کې د طالبانو ادارې ویاند ذبیح مجاهد اعلان کړی و، چې ملا حسن اخوند د «درملنې او استراحت» په هدف كندهار کې دی او د دغه ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یې د کفیل په توګه دنده مخته وړي.