شمالي کوریا له امریکا سره اټومي خبري تر پوښتني لاندي راوستي
۱۳۹۷ اسفند ۲۴, جمعهامکان سته چي شمالي کوریا له امريکا متحده ايالاتو سره د اټومي بې وسلې کولو پر سر مذاکراتو د قطع کیدو په درشل کي وي. د روسیې خبري آژانس تاس د خبر له مخي د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالي، چوی سون هوی ویلي دي: «موږ ددې نیت نه لرو، چي د متحده ایالاتو غوښتنو ته په یو ډول نه یو ډول سره پر گونډو سو او یا دغه ډول مذاکرات قبول کړو.»
هغې ويلي دي چي د امريکا متحده ايالاتو په اصطلاح «بدمعاش ډوله» موقف دغه حالت له خطر سره مخامخ کوي. چوی زیاته کړې ده چي د توغنديو ازمویني تر۱۵میاشتني ځنډ وروسته شمالي کوریا له امريکا متحده ايالاتو څخه د یوه امتیاز او «سیاسي محاسبې» انتظار کوي.
خو د چوی په خبره، د ترمپ او کیم ترمنځ شخصي اړیکي ښې پاتیږي او «ډیري فوق العاده» دي. پردې سربیره تمه کیږي چي پخپله کیم په لنډ وخت کي د راتلونکو مذاکراتو په اړه خبري وکړي.
ناکامه سرمشریزه او مخفي فعالیتونه
د فبررۍ میاشتي په وروستیو کي د کیم او ترمپ ترمنځ دوهمه شخصي لیدنه کتنه بې له یوې گډي اعلامیې سره پای ته ورسیدله. د ترمپ د څرگندونو پراساس شمالي کوریا په هانوی کي نه غوښتله چي د خپلو غوښتنو څخه تیر سي، هغه غوښتنه، چي د امريکا متحده ايالات یې باید په مقابل کي ټوله بندیزونه له منځه یوسي.
خو همدا څو ورځي دمخه بيا د نوو مخفي اطلاعاتو پراساس شمالي کوریا د توغنديو یوې نوي ازمویني ته تیاری نیسي.
(dpa, afp, ap, rtr) QN/NZ
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 10.07.2017)