شمالي کوریا د سمندر پر لور شکمن کروز توغندي توغولي دي
۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سهشنبهد سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ پر سمندر څو توغندي توغولي دي. زیاته شوې ده چې دغه شکمن توغندي «د لنډ واټن ویشتونکي کروز» توغندي ول.
د سویلي کوریا د پوځ له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د شمالي کوریا له مونچون ښار څخه د کښتۍ ضد کروز توغندي، توغول شوي ول چې ۱۵۰ کیلومتره یې واټن وهلی او بیا په سمندر کې لویدلي دي. زیاته شوې ده چې د شمالي کوریا پوځي جټ الوتکو هم څو توغندي، فیر کړي دي.
شمالي کوریا په داسې حال کې دغه آزموینې کوي چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې د اتومي پروګرام پر سر خبرې اترې دریدلې دي. د سویلي کوریا په بیانیه کې راغلي دي: «سولي کوریا او د امریکا متحده ایالاتو استخبارات اړونده موضوعګانې له نزدې ارزوي.«
شمالي کوریا څه ډول توغندي ازمویلي؟
کروز توغندي د بالستیک توغندیو په پرتله په ډیر ټیټ التیتیوت کې لار وهي. ځيني وختونه له سطحې یوازې څو متره واټن لري او له همدې کبله د رادرونو له پاره د هغوی په نښه کول ستونزمن وي. ځيني کروز توغندي آن په هوا کې خپل مسیر بدلولی شي.
شمالي کوریا دوه ډوله تائید شوي کروز توغندي لري چې KN-01 او Kumsong-3 نومیږي. دغه دواړه توغندي د روسي کروز توغندیو د طرحې پر اساس جوړ شوي دي چې کیدای شي په سواحلو کې د کښتیو د برید د دفع کولو په موخه وکارول شي.
ms/nz (Reuters, AP, AFP, dpa)