شمالي کوریا ته د جاپان خبرداری
۱۳۹۴ بهمن ۱۴, چهارشنبهد جاپان د دفاع وزیر جنرال نکتاني، په راتلونکو ورځو کې د شمالي کوریا له خوا د سټلایټ توغندی یوې احتمالي ازموینې ته په اشاره سره، په سمندر کې دفاعي او د ځمکې پر سر د بالستیک یا قاره يي ضد پیتریوت توغندي سیستمونو ته د تیارسئ امر کړی دی.
د لومړۍ درجې د تيارسئ دغه امر له هغه وروسته ورکول کیږي چې پیونگ یانگ، د ملگرو ملتونو سمندري، د مخابراتو او ملکي هوایي چلن ادارو ته خبر ورکړی دی چې د فبرورۍ میاشتي له اتمي تر ۲۵ نیټې پورې فضا ته د توغندي استول ازمویي.
دغه اقدام ته د شمالي کوریا گاونډیان او امریکا متحد ایالات د بالستیک یا قاره یي توغندی د بدیلي ازموینې په توگه گوري.
جاپان همداشان د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې که چيري د دوی ځمکنۍ بشپړتيا ته کوم خطر پېښ شي، د شمالي کوریا توغندی به راواچوي.
د جاپان صدراعظم شينزو آبي، د پارلماني کمېټې په غونډه کې د امریکا متحدو ایالاتو او سویلي کوریا انديښنې ته اشاره وکړه او ویې ویل د توغندی ازمویل به د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک څخه سرغړونه وي او «د جاپان امنیت ته به د لمسون یو ژور عمل وي.»
شمالي کوریا تر اوسه څلور اتومي بمونه ازمویلي دي چې د هغوی په خپله وینا یو پکښې هایدروجني بم وو چې د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې وازمایل شو. خو لویدیځو استخباراتي ادارو دا خبره ارزولې ده چې د جنورۍ میاشتې ازموینه د هایدروجني بم پر ځای یو عادي اتومي بم وو.
د ملگرو ملتونو پریکړه لیکونه شمالي کوریا د بالستیک توغندیو تکنالوژۍ ته ودې ورکولو او د هغې ازمویلو څخه منع کوي. نړیوالي ټولني د شمالي کوریا له لوري په ۲۰۱۲م کال کې د توغندیو د درو بریالیو پړاونو تر تر سره کولو وروسته پر دغه هیواد باندې مجازات وضع کړل.