شمالي کوريا یوه «ډیره عصري وسله» آزمویلي
۱۳۹۷ آبان ۲۵, جمعهد شمالي کوریا دولتي خبري آژانسKCNA رپوټ ورکړی دی چي د دې هیواد واکمن کیم جونگ اون، د نوي «عصري وسلې» آرزونه شخصاً څارلې ده. د آژانس په حواله کیم له دې آزموینې چي په بریالیتوب تر سره سوې ده، «ډير رضایت» څرګند کړی.
دا چي څه ډول وسله آزمویل سوې ده، د هغه په باب جزئیات نه دي ورکړل سوي خو دومره ویل سوي چي هغه به د شمالي کوريا له ارضي تمامیت څخه په بشپړه توګه دفاع وکړي او د ملي اردو جنگي ظرفیت به لوړ کړي.
د اټومي بې وسلې کولو مذاکراتو مشخص پرمختگونه نه دي کړي
پيونګ يانګ د همدې عیسوي کال په اپریل میاشت کي د شمالي کوريا د اټومي وسلو او توغندیو پروگرام د متوقف کیدو اعلان وکړ چي د کوریا په نیمه جزیره کی به د بحران په راکومولو کي ډیر رول ادا کړ.
په جون میاشت کي بیا کیم د امريکا متحده ايالاتو له جمهور رييس دونالد ترمپ، سره په سینگاپور کي تاریخي ناسته وکړه چې په کي د شمالي کوريا د غیر اټومي کولو پر موضوع هم موافقه وسوه. خو دغه توافق مبهمه پاتي سو او تر هغه راهیسې ملاقاتونه او مذاکرات هم نامعلومه پاته سول.
په شمالي کوريا کي د اټومي وسلو او توغندیو آزموینو ته بیرته ورگرځیدل به د ډیپلوماتیکو هڅو له پاره سخته ضربه وي. خو اوسنۍ آزموینه په لومړي قدم کي د دغه ډول یوې آزموینې ښکارندويي نه کوي. د هغې له پاره د «تاکتیکي وسلې» د کلمې استعمال تر ډیره حده پوري دې ته اشاره ده چي هغه د اوږده واټن بالستیکي توغندي او یا هم د اټومي وسلې آزموینه نه ده.
امريکا متحده ايالات اوس هم پر کیم اعتماد لري
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزات د شمالي کوريا د نوي «عصري وسلې» د آزمویني تر اعلان وروسته په احتیاط سره ویلي دي چي شمالي کوريا د سینگاپور تعهدات مراعتوي. د جمهور رييس مرستیال مایک پېنس، پردې سربیره ویلي دي چي ترمپ په ۲۰۱۹ کال کي له کیم سره د بیا لیدو هدف لري.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 10.07.2017)