شمالي کوريا توغندیو آزمويلو ته دوام ورکړی
۱۳۹۴ اسفند ۲۸, جمعهشمالي کوريا دوه نور بالستيک توغندي د سمندر پر لور توغولي دي. د جنوبي کوريا يونهاپ خبري آژانس ويلي دي چي دا کيدای سي د نودونگ په نوم منځي واټن ويشتونکي توغندی وي چي ۱۳۰۰ کيلومتره واټن ويشتلای سي.
د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت دغه خبر تائيد کړی دئ. امريکا پر شمالي کوريا ږغ کړی دئ، چي له ټولو هغو کړنو څخه لاس واخلي چي په سيمه کي د لمسون ډېرښت ته لمن وهي.
امريکا متحدو ايالاتو د چهارشنبې په ورځ پر شمالي کوريا باندي د بنديزونو سختولو اعلان وکړ. د بارک اوباما د لارښووني له مخي شمالي کوريا ته د هر ډول امريکايي شيانو صادرات منع دي. د سپيني ماڼۍ وياند جاش انست، ويلي دي چي امریکا متحد ايالاتو او نړيوالي ټولني ته «د هستوي وسلو او بالستيک توغنديو په برخه کي د شمالي کوريا غير قانوني کړني د زغملو نه دي.»
د روان کال په جنوري مياشت کي يوې اټومي آزمويني او تيره مياشت د يوه ليري واټن ويشتونکي توغندی تر آزمویني وروسته د ملگرو ملتونو امنيت شورا هم پر دغه منزوي هيواد باندي د سختو بنديزونو لگولو پريکړه وکړه.
له هغه وروسته شمالي کوريا يوه جنگي بڼه خپله کړې ده. د دغه هیواد واکمن کيم جونگ اون، په زغرده تهاجمي حالت غوره کړی او د نورو اټومي آزموينو او داسي توغنديو د ازمويني چي اټومي خولی هم له ځان سره لېږدولای سي اعلان کړی دئ.
د تيري پنجشنبې په ورځ پيونگ يانگ دوه د لنډ واټن ويشتونکي توغندی د سمندر پر لور وتوغولې. دغه ټولي آزمويني د ملگرو ملتونو د قطعنامو خلاف دي.