شري ناروغۍ په افغانستان کې په لسونو کسان وژلي
۱۴۰۳ فروردین ۹, پنجشنبهپه افغانستان کې د ملکرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د روغتیایي وضعیت په اړه په خپل اونیز راپور کې د شري یا سرخکان ناروغۍ د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
په همدې وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو هم غږې کوونکي دفتر (اوچا) هم د افغانستان په اړه د خپل رپوټ په یوه برخه کې د شري د ساري ناروغۍ د پيښو ډیریدو له کبله انديښنه ښودلې ده.
اوچا ویلي دي چې یوازې د روان کال په درو میاشتو کې پر شري ناروغۍ د ۳۷ اخته کسانو مړينه ثبت شوې ده.
د دغه سازمان د شمیرو له مخې په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ۸۴۱۵ مشکوکې پيښې ثبت شوي دي. پر دې ناروغۍ اکثره اخته کسان او قربانیان یې ښځې او هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم دي.
اوچا زیاته کړې ده چې یوازې د ۲۰۲۴م کال په فیبرورۍ کې په افغانستان کې په مجموع کې د شري ۴۶۸۵ نوي مشکوکې پيښې ثبت شوي دي چې د ۲۳ نورو کسانو د مړینې سبب شوی دی. دا د جنورۍ میاشتې په پرتله د مبتلایانو په شمیر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيې.
په افغانستان کې دغه ساري ناروغي په داسې یو وخت کې خپره شوې ده چې د دغه هیواد روغتیايي سیستم له جدي ننګونو سره لاس او ګریوان دی.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک له بيا نیولو راهیسې ډېر داکتران له دغه هیواد څخه وتلي او په نورو هیوادونو کې مهاجر شوي دي.
نړیوالې مرستې هم کمې شوي دي. د دغه هیواد روغتیايي سیستم د پاشل کیدو له خطر سره مخامخ دی چې په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان له دې څخه رنځ وړي.
شری یا سرخکان اوس هم په نړۍ کې یو له ډیرو ساري او په بلقوه ډول وژونکو ناروغیو څخه شمیرل کیږي. خو د واکسیناسیون د پروګرامونو له لارې د دغې ناروغۍ مخه نیول کیدلی شي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز