شاه رخ خان د خپل ځان په اړه څه وايي؟
شاه رخ خان د نومبر په ۲مه ۵۷ کلن کیږي. هغه په څه باندې ۸۰ فلمونو کې کار کړی او په ۲۰۲۳ کې ېې درې نور فيلمونه هم راووځي. مېنه وال ېې د هغه د نه لیکل شوي طنزونو سره هم مينه لري. دلته ېې ېو څو نقل قولونه لوستلی شئ.
«زه چيکونه نه لیکم بلکې لاسلیک کوم ېې»
شاهرخ وايي: «زه نور چیکونه نه لیکم بلکې لاسلیک کوم يې.» د هند سینما دغه وتلي ستوري د خپلو هغو بریاو په اړه هيڅ کله بخښنه نه ده غوښتلې کوم چې د خپل هنري مزل په پېل کې د غرور یا تکبر په توګه ليکل شوي دي، خو دا ېې په کراتو ويلي دي، هغه خلک چې سخت کار کوي باید د خپل کار د خوږې ثمرې له خوند اخیستو ونه شرميږي.
په هوايي ډګرونو کې توقیفول
شاه رخ خان وايي: «ماته چې هر کله د خپل ځان په اړه غرور پېدا شوی، امریکا ته مې يو سفر کړی. مهاجر هلکان ستوري له ستوري کیدو وباسي.» د هغه د ۲۰۱۰م کال «زما نوم خان دی» فلم هغه حالت سره سرخوري چې مسلمانان ورسره په امریکا کې د سپتمبر ۱۱مې بریدونو وروسته مخ شول. خان په خپله هم د امریکا په څو هوايي ډګرونو کې توقیف شو. وروستی ځل په ۲۰۱۶ کې وو چې هغه ېې د «دا واقعاً ډير ډير ناوړه دی» ټويټ کولو ته اړ کړ.
مسلمان خان او هندوه ګوري
شاه رخ خان مسلمان دی او ښځه ېې، ګوري، بیا پنجابۍ هندوه ده. د دوی د واده ۳۱ کاله کیږي او په کور کې ټول په پنجابي ژبه خبرې کوي: «ګوري ته دې برقع واخله او زه به لمونځ وکړم.» دغه جوړه په اصل کې له يو لړ نیوکو سره مخ وه، څرنګه چې د ګوري کورنۍ دا اندېښنه درولوده چې خان به خپله ميرمن دې ته اړه کړي چې خپل دين او نوم تغییر کړي.
شاه رخ له خپل يو مشهور اکت سره
شاه رخ خان په ۲۰۱۷م کال کې مشهورې تلویزيوني خپرونه (TED Talk) کې وويل: «زه داسې فکر کوم لکه نور چې د مادام توسو موزیم مومي مجسمې په څير کیږم. په هغه شیبه کې مې د بشريت او ځان په اړه تر ټولو اصلي پوښتنه وکړه، آيا زه کولای شم خپل مخ اصلاح کړم؟» خبرې ېې حاضرین په خپلو کې سره مصروف کړل خو دا پيغام هم کور ته واستوه چې خلک د عمر لوړېدو سره څنګه جوړجاړی کوي، په ځانګړې توګه د سيلبريټيانو په نړۍ کې.
په جرمني کې مينه وال
شاه رخ وايي: «دا ډيره عاجزانه ده. زه دا پوښتنه کوم چې ولې جرمن مينه وال چې هيڅ په هندي ژبه خبرې نه کوي، زموږ فلمونه خوښوي. هغوی ماته وويل چې په جرمني کې د موټر، لیفت او د کافي ماشينونه د چالانولو تڼې لري اما د ژړا له پاره تڼۍ نشته. خو تا او ستا فيلمونو موږ ته دغه تڼۍ راکړې ده.» شاه رخ خان په کراتو په خپلو مرکو کې ويلي دي چې هغه داسې فکر نه کاوه چې په جرمني کې به دومره ډير مېنه وال ولري.
پوښتنه چې پلار کېدل به ېې پر کار اغيز ونکړي
«هو، زه اوس د خپلو فلمونو ټولو نجونو سره د ماشومانو په څير چلن کوم. زه هغوی راپورته کوم او په غیږ کې ېې نیسم او زه هغوی ته «بې بي» وايم.» يو وخت شاهرخ ته د واده نه کولو مشوره ورکړل کېده، چې کېدای شي له امله ېې د هغه فلمي «اتل» کریکټر اغیزمن شي. خو هغه واده وکړ او اوس چې د درو اولادونو پلار هم دی په هندوستان او نړۍ کې خورا زیات محبوب دی.
د ځان پيژندل
شاه رخ خان د خپل ځان په اړه ټوکې هم کوي هغه يو ځل په کنايه ډول وويل: «ته باید د یو اکټر او د یو ممثل په توګه خپل ځان وپېژنې، او زه خپل ځان پېژنم چې څوک یم: زه ېو ښایسته، جذاب، هوښيار، ذکي او په ښکار ډول یو متواضع انسان یم.»