شاه رخ خان: د بنګلور پيښه «بالکل غلط کار دی»
۱۳۹۵ دی ۱۹, یکشنبهد هندي فلمي نړۍ ممثل او ستوري شاه رخ خان پر مېندو او پلرونو ږغ کړی دی چي خپلو زامنو ته ښه روزنه ورکړي.
شاه رخ خان د هند په بنګلور کي د يوې انجلۍ د جنسي زهيرول کېدنې د موضوع په تړاو د يوې پوښتني په جواب کي وويل: «دا بالکل غلط کار دی. زه فکر کوم چي مور او پلار بايد خپلو زامنو ته وښيي چي د مېرمنو احترام څنګه وکړي.»
دغه هندي فلمي ستوري د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۷مه نېټه) د يوې غونډي تر څنګ د رسنيو سره په خبرو کي دغه څرګندونې وکړې. شاه رخ خان وويل: «ټولې ښځي د لوڼو او مېندو په شان زما زړه ته نژدې دي. وخت رارسېدلی چي موږ درک کړو او دا خبره يقيني کړو چي مېرمني پر مځکه تر ټولو زیات د احترام وړ دي. هغوی د خدای تخليق دي. بېله توپيره چي يوه ښځه څوک ده او څه کار کوي بايد چياحترام يې وسي.»
د شاه رخ خان څخه تر مخه د هندي فلمي نړۍ يو شمېر نورو هنرمندانو هم د نوي کال په شپه د هند په بنګلور کي د هلکانو له خوا د يوې انجلۍ پر زهيرونه سختي نيوکي کړي وې.اکشې کمار د بېلګي په توګه پر خپله ټويټر پاڼه يوه ويډيو خپره کړې وه چي پکښي د انجونو زهيرونکي يې «لېوان» بللي ول. سليم خان، شېکر کپور، فرهان اختر او يو شمېر نورو هنرمندانو هم پر دغه پېښه سخته خواښيني څرګنده کړې وه.
د بنګلور پېښه
د ۲۰۱۶ کال په وروستۍ شپه د هند په بنګلور کي يوه محصله انجلۍ د شپې پر وخت و خپل کور ته روانه وه چي د څو ځوانانو له خوا په جنسي توګه وزهيرول سوه. دغه پېښه چي په کوڅه کي پر يو کور د نصب سوي فلمي کېمرې له خوا فلمبرداري سوې، وروسته په رسنيو کي خپره سوه.
د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۵مه نېټه) د بنګلور پوليسو وويل چي د دغي پيښي مرکزي عامل او د هغه سره مل درې نور تورن کسان يې نيولي دي.
د ښځو او بشري حقونو د سازمانونو په وينا په هند کي هر کال ګڼ شمېر مېرمني د جنسي زهيرونو او تېريو قرباني کيږي خو ډېر کم شمېر يې پر ضد پوليسو يا محکمې ته مراجعه کوي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.11.2016):