سیلویستر ستالون یا د افغانانو «رامبو» ۷۰ کلن سو
سلویستر ستالون د فلمونو په نزدې تاریخ کی ډیر ښه ځلیدلی او د هالیوود د فلمونو نامتو لوبغاړی دی. ۷۰ کاله مخکی زیږیدلی او د سینما په تاریخ کی یې دوه واره د ریژیسور دنده هم پر غاړه اخیستې ده.
راکی د خپلو علاقمندانو په زړونو کی ځای پیدا کړی
د سیلویستر ستالون د راکي نقش د هالیوود یو له تل پاتې نقشونو څخه دی. د فلمونو په دې سلسله هغه د یوه امریکایي څوک وهوونکي نقش لوبوي.
رامبو هم د مینه والو په زړه کی ځای نیولی
د هغه د ژوندانه دوهم نقش د راکي نقش تر لوبولو شپږ کاله وروسته وو. په ۱۹۸۲ میلادی کال کی همد ارنگه د هغه د «رامبو» په نامه فلم هم ډیر مشهوره سو. په نوموړي فلم کی دغه امریکایی لوبغاړی د یوه غم ځپلي ویتنامي سرتیری رول بازی کړی چی ظالم پولیس یې په لټه کی دي.
تیښته که بریالیتوب
د راکی او رامبو فلمونو بریالیتوب د ستالون نور نقشونه تر یوه وخته پورې تر اغیزې لاندې راوستل او د ډیرو پام یې ځان ته وا نه ړوه ځکه ډیر شمیر کسانو ستالون د رامبو او راکي په څیره کې لیده.. په دې ډول په ۱۹۸۱ کال کی د یوه امریکایي پوځي نقش ولوبوه چې د نازیانو له خوا نیول شوی دی او غواړې د فوټبال د یوې لوبډلې په مرسته خپل هیواد ته وتښتي.
د «کاپ لند» په نامه فلم
د موډرنی امریکایی سینما د اوسنیو مینه والو له پاره ، په ۱۹۹۷ کال کی د «کاپ لند» په نامه فلم کی چی یو پولیسی فلم دی ، د پولیسو د آمر په حیث د ستالون نقش ډیر عالي دی. په نوموړي فلم کی چی ریژیسور یې جان منگولد دی، ستالون د یوه چاغ او مهربانه پولیس نقش لوبوي چی له خلکو سره مرستې ته تیار دی. په دې فلم کی د هغه رول د ستاینی وړ دی.
د ریژیسور په حیث دنده
د «راکي» تر بریالیتوب دوه کاله وروسته، ستالون هڅه وکړه چی د ریژیسور په حیث کار وکړي. هغه د «راکی» د فلم په ادامه دوهم فلم جوړ کړ. تر هغه وروسته یې د Saturday Night Fever په نامه فلم جوړ کړو. هغه په Sraying Alive فلم کې خپل ورور فرانک ته هم یو رول ورکړ.
تانگو او کیش
پس له هغه چی ستالون په هیجانی فلمونو کی خپل لیاقت ثابت کړ ، د ۱۹۸۰ کلونو په پای کی یې هڅه وکړه چی کمیدی نقشونو هم بازی کړي. د Tango und Cash په نامه هالیوود فلم کی چی ریژیسور یې روسی اندرای کونچالوفسکي وو، د ستالون د کمیدو فلمونو له ډلې څخه یو دی.
بیرته هیجانی فلمونو ته مخه کول
په Cliffhanger او Demolition Man فلمونو کی د نقش تر بازی کولو وروسته ستالون بیرته هیجانی فلمونو ته مخه کړه. نندارچیانو غوښتل د فلمونو نوموړي امریکایی ستوری د هیجانی لوبغاړی په حیث په سینماگانو کی وویني. په دغه ډول فلمونو کی هغه ډیر بریالیتوبونه هم په لاس راوړي دي.
راکی بالبووا
په ۲۰۰۶ کال کی د هغه لوی بریالیتوب د Rocky Balboa په نامه فلم وو چی د راکې فلمونو په سلسله کې شپږم فلم وو. په نوموړي فلم کی یې د یوه بوکسر نقش لوبولی وو چی بیرته یې شخصی ژوندانه ته مخه کړې وه. هغه یووار بیا د سوک وهلو مسابقو ته مخه کړه .که څه هم هغه لوبه بایلوده خو د نندارچیانو په زړه کی دغه زوړ سوي بوکسر ځای ونیوه.
آیا دا د «راکی» د فلمونو پای دی؟
د راکی د فلمونو د وروستی برخه تیر کال جوړه سوه. د Creed په نامه فلم کی ستالون هڅه کړې چی اصلی رولونه ځوانو لوبغاړو ته ورکړي او په خپله یې د بوکس د ترینر په حیث جانبی رول بازی کړی دی. هغه د خپل دغه رول له امله د «گولدن گلوبس» جایزه په لاس راوړه او دلته د خپلو لوڼو سره د خوشحالۍ په حال کی لیدل کیږي.