سمندورنه له رازونو ډکې سرچينې لري
سمندورنه زموږ د سیارې ډيره برخه پوښې او زموږ اقليم تنظيموي. د اقليم بدلون لومړی پر سمندرونو اغيز کوي. د سمندري ساحو لويه برخه لا هم نه ده پيژندل شوې، يا کشف شوي.
زموږ آبې رنګه سیاره
سمندورنه د ځمکي ۹۰ سلنه اکوسیستم پوښې. سمندرونه زموږ د ژوند له پاره اړين دي چې له ۵۰ څخه تر اتیا سلنه پورې د ځمکي پر مخ اکسېجن توليدوي. داسي انګیرل کيږی چې سمندرونه ۴ اشیاره ۴ ميليارده کاله پخوا رامنځ ته شوي او د ژوند لومړنۍ بڼې رامنځ ته کول يې ممکن کړي دي.
د سمندر د تل په ژوره کې رازونه
په دغو پراخو ساحو کې په حقيقت کې موږ د سمندرونو په اړه خورا لږ پوهیږو. په سمندر کې تر اوبو لاندې ساحې نقشه شوي نه دي. ساينس پوهان کار کوي چې د سمندرونو راز را وسپړي، تر څو د اقلیم بدلون سره د سمندر حياتی سرچينو څخه د غوره مدیرت له پاره په ايکو سیستمونو کي بدلونونو باندې پوه شي.
په سیاره کې د اقليم حالت
سمندرونه د لمر وړانګو جزبولو، د تودښت ويشلو او په پايله کې د اوبو او هوا په ټاکلو کې د ځمکي د اقلیم د سمون له پاره ستر رول لري. د هوا بدلون د دغه انډول د ګډوډولو له پاره پيل شوې. د سيارې اکوسیستم تنظيمول د سمندر يوه له اصلي دندو څخه ده چې د کاربن په زخیره کولو سره او د اکسیجن توليد کونکي په توګه هم خپل فعالیت کوي.
دا له ژوند سره مل دي
سمندرونه د حيواناتو او نباتاتو ۲۳۰ زره نامعلوم ډولونه لري. دلته مرجاني ډبرې، کبانو او د نورو سمندري ژويو د ژوند له پاره خوندي ځايونه شته. په ځانګړي توګه نباتات په لږو اوبو کې وده کوي. غټ ژوی لکه نهګان، دولفين او ډول ډول کبان په اوبو کي ژوند کوي.
مسخره او په زړه پورې مخلوق
د څيړنو کارپوهان شک لري چې په سمنردونو کي د ژوند چاپيریال د بڼې دوه پر دریمه برخه يې نامعلومه ده. هرکال نوي بیلګې موندل کيږي او ډېر يې له هغو څخه توپير لري چې مخکې پرې څيړنه شوي. لکه اته پښې لرونکې چينجې چې په ۲۰۰۷م کال کې په آرام سمندر کې موندل شوي. نور بيا د ژورو په اسرارو کې پټ دي.
د خبرداري زينګال
سمندر تر فشار لاندي دی. یوه بیلګه يې د مرجاني ډبرو له منځه تلل دي. سالمي ډبرې په ځانګړي ډول په يوه پوښ سره پوښل شوي چې دا د مرجانی ډبرو د ودې او تولید سبب کيږي. د حرارت لوړه درجه او ککړتیا مرجانونه تر فشار لاندې راولي او دغه پوښ دفع کوي. هغه څه چې ترينه پاتې دي سپين اسکليټ دې. په ټوله نړۍ کې د ډبرو له منځه تللو خطر مخ پر ډيريدو دی.
د تيښتې له پاره د پناه نه شتون
په سمندرونو کې د اوبو او هوا د بدلونونو له کبله ژوند په ښکاره ډول ګواښل کيږي. وروستۍ څېړني ښيې چې ځينې کبان، صدف، او خرچنګ د ځمکي پر مخ د بیلګو په پرتله دوه چنده زيات مړه کيږي. دوی د سختي هوا حرارت له کبله مري. ځکه په سمندرونو کي داسي ځايونه لږ دي چې دغه ژوی وکړای شي د هوا له تودوخي څخه ځانونه وژغوري.
ستره ويلې کيدنه
د ځمکي په کنګل شوي سیمه کي کنګلونه او واوري ویلي کيږی. په اوس وخت کي په سمندرونو کي د اوبو سطحه لوړوي. د شمال قطب ویلي کيدل کولای شي په اوږده موده کي د سمندرونو سطحه تر حد زیاته پورته کړي.
د ژغورنې ورک شوې لنګر
انسانان له سمندر سره نه جلا کیدونکی تړاو لري. له زرګونو کلونو راهيسې خلک په سواحلو کي ميشت شوي او سمندر هغوی ته خواړه ورکړي. د ژوند بنسټ او فرهنګ يې ورته جوړ کړی. نن ورځ يو ميليارد انسانان په ساحلي سیمو کې ژوند کوي چې د اوبو سطحي پورته کيدل يې ژوند ګواښوي.
يوازې ۱۳ سلنه سمندرونه په پوره ډول د انسانانو له نفوس څخه خالي دي. د سواحلو په اوږدو کي لږ خالي سیمې شته. کب نیوني هم په سمندري سیمو کې ډير ځایونه تر اغیز لاندې راوستلي دي.