سلطانه بيګم؛ تاريخي لال کلا زما ملکيت دی
د کلکتې ښار د يوې فقير مېشته سیمې اوسيدونکې سلطانه بيګم ادعا کوي چې هغه د لال کلا د تاريخي ودانۍ څښتنه ده. نوموړې له څو کلونو راهيسې د خپل حق له پاره قانوني مبارزه کوي.
لال کلا زما ده
دا سلطانه بيګم ده چې د کلکتې د يوې فقير مېشتي سيمې په يوه کوچني کور کې اوسيږي.
د بهادر شاه ظفر له نسل څخه
سلطانه بيګم ادعا کوي چې د هندوستان د وروستي مغل پاچا بهادر شاه ظفر له نسل څخه ده. نوموړې له همدې کبله د هند د حکومت څخه د اوسيدو له پاره يوه ماڼۍ غواړي.
د شاهي حيثيت غوښتنه
سلطانه بيګم چې یو وخت یې د چايو کراچۍ درلودله اوس د خپل شاهي حيثيت او د مناسب تاوان ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي. هغه وايي: «لږ فکر وکړئ، د هغه پاچاهانو وارثه چې تاج محل یې جوړ کړی، نن په څومره فقر کې ژوند کوي.»
په محمکه کې دعوا
سلطانه بيګم د ډيلي يوې محکمې ته د خپلې قضېې په وړاندې کولو سره حقوقي دعوا کړې ده. هغه وايي چې «هيله لرم چې د هند دولت به زما سره انصاف وکړي.»
قضيه له محکمې خارجه شوې
د ډيلي سترې محکمې د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر پر۲۹ نیټه د سلطانه بيګم د عريضې د خارجولو پر وخت وويل چې دا دغوا د «وخت ضايع کول دي.» محکمې پوښتنه وکړه چې د بهادر شاه ظفر کوم وارت په دې تېرو ۱۵۰ کلونو کې ولې دا ډول کومه دعوا نه ده کړې؟
مبارزه به دوام پيدا کړي
د ډيلي سترې محکمې د سلطانه بيګم عريضه رد کړې ده، خو وکيل يې وايي چې دا محاکمه به جريان ولري او هغه به د دې پريکړې پر ضد دعوا کوي. سلطانه بيګم اوس د خپل تقاعد په پېسو چې ۶۰۰۰ هندي روپۍ دي، ژوند کوي خو هغې اميد له لاسه نه دی ورکړی.
لال کلا د چا ده؟
په ۱۸۵۷م کال کې د بريتانيا حکومت له بهادر شاه ظفر څخه د هغه تخت او تاج واخيست او هغه یې بندي کړ. د نوموړي ټول زامن ووژل شول. هغه بيا پنځه کاله وروسته په رنګون کې د ۸۷ کلونو په عمر ومړ. سلطانه بيګم ادعا کوي چې هغه د بهادر شاه ظفر د کړوسي ميرزا محمد بيدار بخت ميرمن ده او د دې قانوني اسناد هم لري.
د لال کلا اهميت
له بريتانيا څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو وروسته د هند لومړي صدراعظم جواهر لال بهرو پر لال کلا د هند ملي بيرغ را ځوړند کړ. اوس هر کال د هند لومړی وزير د اګست پر ۱۵ نېټه پر دې کلا بيرغ هسکوي او خپل ولس ته وينا کوي. جاوید اختر