زیلنسکي د دفاع وزير له دندې ګوښه کړ
۱۴۰۲ شهریور ۱۳, دوشنبهد اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دغه هېواد د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې زیلینسکي د یکشنبې په شپه (د سپتمبر ۳) په خپل ویډیويي پیغام کې د دفاع د وزیر د ګوښه کېدو لاملونه په لاندې ډول بیان کړل: «زه باور لرم چې دغه وزارت نویو تګلارو او له اردو او همداشان په ټوله کې له ټولنې سره د تعامل نویو قالبونو ته اړتیا لري.»
له روسیې سره د اوکراین د جګړې د ۵۵۰ ورځو په ترڅ کې ریسینکوف د دغه هیواد د دفاع وزارت مشري کوله. زیلینسکي په روانه اونۍ کې د اوکراین له پارلمان څخه وغوښتل چې د ریسینکوف ځای روستم عمراوف ونیسي.
ریسینکوف د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې د دفاع وزارت له پاره وټاکل شو. هغه وتوانید چې له اوکراین سره د لویدیځ د نظامي او غیر نظامي په میلیاردونو ډالر مرستې خوندي کړي. که څه هم د ده پر وزارت د فساد تورونه شته، خو هغه دا تورونه «ناروا تهمت» بللي دي.
ویل کیږي، په کوم قرارداد کې چې هغه له یوه ترکي شرکت سره کړی، د یونیفورمونو د پيرودلو وروستۍ بیه د دوی د اصلي بیې درې برابره لوړه ده. دغه راز د جګړې په ډګر کې د ځواکونو له پاره د خوراکي توکو په برابرولو کې د فساد او د نرخونو د جعل کولو تورونه هم مطرح کیږي.
د دفاع د وزیر بدلون باید د اوکراین د پارلمان له خوا تصویب شي.
عمروف د ۲۰۲۲ کال له سپتمبر میاشتې راهیسې د خصوصي کولو د دولتي صندوق مسوول دی. هغه چې ۴۱ کلن دی، له تورې بحیرې څخه د غلو دانو د صادراتو د تړون په اړه په مذاکراتو کې هم حضور درلود.