زلمی خليلزاد په افغانستان کي د سولي د هڅو مشر وټاکل شو
۱۳۹۷ شهریور ۱۴, چهارشنبهجنوبي آسیا ته تر سفر مخکي په الوتکه کې له خبريالانو سره د خبرو پرمهال پمپیو ويلي دي چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د هڅو مشري به زلمي خلیلزاد وکړ. پمپیو د خپلو خبرو پرمهال خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د هڅو د مشر په توگه اعلان کړ. نوموړي وویل: «خلیلزاد به د بهرنیو چارو له ډلې سره یوځای شي ترڅو د بیا پخلاینې په هڅو کې مرسته وکړي، نو په دې ترتیب سره به هغه د دغه هدف له پاره د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی کس وي.»
له پاکستان سره اړيکي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان سره د امریکا د اړیکو د بیرته ښه کولو څرګندونې داسې مهال کوي، چې همدا څو ورځې وړاندي امريکا پاکستان ته د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وځنډولې. امريکا متحدو ایالاتو د مرستو د ځنډولو دلیل د سیمې له پاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په برخه کې د اسلام آباد د پریکنده اقدماتو نه عملي کیدل په ګوته کړي دي. پاکستان ته د پمپیو سفر داسې مهال کیږي چې متحده ایالاتو د افغانستان د سولې د لړۍ د مشري له پاره د زلمي خلیلزاد د ګمارلو اعلان هم کړی.
په عین وخت کې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا «سي. آی. اې» دغه پخواني مشر چې اوس د دې هیواد د لوړ پوړي دپلومات په توګه پاکستان ته سفر کوي همدا راز وویل چې د دې وخت رارسیدلی دی څو پاڼه واړول شي. له پمپیو سره په دې رسمي سفر کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جوی دانفورد هم شامل دی.
په دې وروستیو کې د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې خپلې تر ټولو ټیتې کچې ته رسیدلي. پمپیو په دې هکله وویل: «طبعاً د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیرې ستونزې موجودې دي او موږ هیله من یو چې د [د پاکستان] له نوي مشرتابه سره ګډ موقفونه وموندو او دا چې پر ځینو مشترکو ستونزو به ګډ کار پیل کړو.»
امریکايي چارواکي پر اسلام آباد تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې د افغان طالبانو او حقاني شبکې د ډلې په ګډون ځینې ترهګرې ډلې له پامه غورځولي او په ځینو مواردو کې له دوی سره مرسته کوي. د امریکا په باور دغه ډلې د دغو دواړو هیوادونو پولې ته څیرمه له خپلو پټنځایونو بیا د افغانستان په داخل کې بریدونه کوي.
سپینه ماڼۍ په دې باور ده چې د پاکستان استخباراتي اداره یا «آی. اس. آی» او د دې هیواد نور پوځي بنسټونه له مودو راهیسې د فکري دلایلو او همدا راز په افغانستان کې د هند د نفوذ دفع کولو له پاره، له افغان طالبانو سره مرسته کوي، دوی ته مالي امکانات او ان وسلې ورکوي. سپینه ماڼۍ همدا راز په دې باور ده چې د ترهګرو ډلو پر ضد د پاکستان جدي اقدامات د افغانستان د اوږدمهالې جګړې په برخه کې مثبت اغیز درلودلی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اسلام آباد ته له سفر وړاندې همدا راز زیاته کړه چې هغه به د پاکستان د پوځ له لوی درستیر جنرال قمر جاوید باجوه او له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره هم ملاقاتونه ولري.
ټاکل شوې ده چې پاکستان ته له سفر وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به هندوستان ته سفر وکړي. په دې سفر کې له نوموړي سره د امریکا دفاع وزیر ملتیا کوي. تمه کیږي چې له هندوستان سره د سوداګرۍ او دفاعي چارو پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.