رپورټ: القاعده د روسېې په نا امنیو کې لوړ لاس لري
۱۳۹۰ مهر ۹, شنبهد ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز له خوا په خپور شوي یوه رپورت کې راغلي دي چې دغه یاغیان چې د جګړي موخه یې د قفقاز د امارت تر نامه لاندې د یوه مستقل هیواد جوړول دي د القاعدي لخوا مخ په ډیریدونکي امکانات تر لاسه کوي.
د رپورټ لیکونکی، ګوردن هان، وایې چې په قفقاز کې د یاغیانو له نظره غوځول، به یوازی هیوادونه د بریدونو په وړاندي لا پسی اسیپ پذیر کړي. هغه زیاته کړې چې نړیوال او د متحده ایالاتو امنیت هم د ګواښ سره مخامخ دی.
«القاعدې په دین کې د جهادیزم د مفکوري په دننه کولو کې ډیر پیاوړی رول درلود او په چیجین او قفقاز کې یې یاغیانو ته مالي امکانات، پوځي روزني او د انسانې منابع په برابر کړي دي.»
روسیه 20 میلونه مسلمان نفوس لري چې څه نا څه نمایې یې د دغه هیواد په جنوب یعنی قفقاز کې اوسیږي. په روسیې کې د القاعدې انترنتې مجله چې انصار المجاهدین نومیږي تیر کال څرګنده شوه او په دغه هیواد کې له لسګونو نورو رسنو سره چې د یاغیانو پلویانې دي یو ځای شوه. دغه انترنتي مجله د یاغیانو لپاره د مرستو په ټولو کې ډير رول لري.
په خپاره شوي رپورت کې راغلې چې د یاغیانو پورې تړلې دغه رسانې د یاغیانو لپاره په منظمه توګه تبلیغ کوي.
د روسېې ولسمشر، دیمیتری میدویدوف، د دغه هیواد په جنوب کې ناامنۍ د روسېی تر ټولو مهمه امنیتي لومړیتا بللې.
که څه هم روسېې د دغه هیواد په جنوبې سیمو کې په پیلیونو ډالر د فقر سره د مبارزي په موخه لګولې ترڅو دغې سیمې کې ناامنۍ له منځه لاړه شي خو ناامنۍ کمې سوی خو لا نه دی بلکه د زیاتیدو په حال کې دي. دغه حالت اوس ديری منتقدین په دی نظر کړي چې په دغه سیمې کې د روسېې پالیسۍ د ناکامۍ سره مخامخ شوي.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکې: عبدالباري حکیم