روسیې د شمالي کوریا له کبله امریکا ته ګواښ وکړ
۱۳۹۶ فروردین ۲۸, دوشنبهد روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف، په مسکو کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «دا له خطرونو یوه ډیره ډکه لار ده.»
هغه زیاته کړه: «موږ د پیانګیانګ له خوا د اتومي توغندیو هغه بې احتیاطه عملونه نه منو چې د ملګرو ملتونو د اعلامیو خلاف دي، خو دا په دې معنی نه ده چې سړی کولای شي نړیوال قوانین مات کړي.»
روسي وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «زه هیله لرم چې کوم یو اړخیزه عمل ترسره نه شي، لکه موږ چې په وروستیو وختونو کې د سوریې په اړه ولید.»
پنس د دوشنبې په ورځ شمالي کوریا ته ګواښ کړی وو چې د ترمپ تصمیم نیونه و نه آزمويي او روښانه کړې یې وه چې ټول انتخابونه د میز پر سر دي ترڅو د شمالي کوريا د اتومي پروګرام مخه ونیول شي.
پر ګواښونو سربیره شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ د توغندي یوه ناکامه آزموینه وکړه. اوس په دې اړه انديښې موجودې دي چې شمالي کوریا کیدای شي شپږمه اتومي آزموینه ترسره کړي.