1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

روسیې د اوکراین د انرژۍ زيربناوې په نخښه کړي

شبنم الکوزۍ | رویټرز، فرانس پریس، اسوشیټډ پریس، ډي پي اې
۱۴۰۳ آذر ۸, پنجشنبه

د روسیې له لوري د کروز توغندي د بريد تر خبرونو وروسته په ټول اوکراین کې د هوايي بريد خبرداری ورکړل شوی وو. د اوکراین د انرژۍ د زیر بناو وزیر ویلې چې، د هیواد د انرژۍ زیر بناوې په نخښه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4nVyN
هوايي ځواک پر تليګرام په يوه جلا پېغام کې ويلي:«د خارکيف [ وګړو] ، د پناه ځایونو ته لاړ شئ!»
هوايي ځواک پر تليګرام په يوه جلا پېغام کې ويلي:«د خارکيف [ وګړو] ، د پناه ځایونو ته لاړ شئ!»انځور: REUTERS

سيمه ایزو حکومتي چارواکو د پنجشبنې په ورځ وويل چې روسیې له لوري د شپې د درسره شويو دغو هوایي بریدونو په نتيجه کې تر يو میليون په ډېر اوکراينيانو بريښنا قطع شوې ده.  

يوه سيمه ایز چارواکی ماکسيم کوزيتسکي، د ټولنیزو رسنيو له لارې ويلي: «دمګړۍ د لويو د سيمې ۵۲۳ زره کسان بريښنا نه لري.»

د چارواکو په حواله په شمال لویدیځې ريونه سیمه کې هم ۲۸۰ زره کورونو بريښنا نه لرله. بريدونو همدا شان په وولين سيمه کې هم زيان اړولی دی چېرې چې ۲۱۵ زره کورونه بې بريښنا شوي ول.   

د اوکراین د انرژۍ وزیر جرمن ګالوشینکو په خپل فیسبوک کې ویلې، «یو ځل بیا د انرژۍ سيکتور د دښمن تر ستر برید لاندې دی.»

هغه زیاته کړې چې په ټول اوکراین کې د انرژۍ د زیربناو پر تاسیساتو بریدونه روان دي.

ګالوشینکو دا هم زیاته کړې چې د بريښنا ملي شبکې چلوونکي شرکت «سمدستي د بریښنا اضطراري پرې کول عملي کړل.»

په ورته وخت کې د اوکراین هوايي ځواک په ټیلیګرام کې اعلان کړی چې «د توغندیو د ګواښ له امله د اوکراین په ټوله خاوره کې د هوايي برید خبرداری ورکړل شوی دی»

د هوايي ځواک په نورو پیغامونو کې ویل شوي موندل شوې چې دغه توغندي د خارکیف، اودیسا او اتو نورو سیمو په لور توغول شوي دي.

هوايي ځواک پر تليګرام په يوه جلا پېغام کې ويلي:«د خارکيف [ وګړو] ، د پناه ځایونو ته لاړ شئ!»

 هوايي ځواک په نورو پیغامونو کې ویل شوي موندل شوې چې دغه توغندي د خارکیف، اودیسا او اتو نورو سیمو په لور توغول شوي دي.
هوايي ځواک په نورو پیغامونو کې ویل شوي موندل شوې چې دغه توغندي د خارکیف، اودیسا او اتو نورو سیمو په لور توغول شوي دي.انځور: Andreas Stroh/Zumapress/picture alliance

د آلمان د استخباراتو مشر: پوتین د ناټو د بې ثباته کولو هڅه کوي

د آلمان د بهرني استخباراتو BND ريس د روسیې له خوا د آلمان او د ناټو د دفاعي ائتلاف پر وړاندې د هایبرډ بریدونو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د آلمان د بهرنیو استخباراتو مشر برونو کاهل، ویلي چې داسې ښکاري چې د روسیې د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکو په دې اړه شک درلودل چې آيا د ناټو مشترکې دفاعي مکلفيتونه او په اروپا کې د امريکا متحده ایالاتو د ويرولو تاکتيک به د يوه جدي وضعيت پر وخت ثابت پاتې شي او که.

کال د چهار شنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې وويل: «دمګړۍ داسې هیڅ شواهد نشته چې روسیه دې د جګړې اراده ولري خو که چېرې په حکومتي مقر کې دې ډول فکرونو پښه ټینګه کړله نو دا په راتلوکو کلونو کې هم د پوځي مخامخېدا خطر لوړوي»

کال وایې، په دې باور لري چې مسکو د قلمرو ترلاسه کولو په موخه ددې ډول مقابلې په لټه کې نه دی، بلکې هغه یوازي غواړي ناټو بې ثباته کړي.

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

 

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai