1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسيه: په اودیسه بندر کې مو د اوکراين جنګي کښتۍ ويشتلې

۱۴۰۱ مرداد ۲, یکشنبه

روسېې د يکشنبې په ورځ وويل چې تیره ورځ ېې د اوکراين پر اودیسه بندر توغندويز برید کې پوځي اهداف په نخښه کړي دي. دغه بریدونه چې د کیف د استانبول تر تړون یوه ورځ وروسته وشول د اوکراین او متحدینو پراخې نیوکې ېې راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/4EZWk
Ukraine-Krieg Odesa | Raketenangriff auf Hafen
اودیسه بندر د جولای ۲۳مهانځور: UKRAINIAN ARMED FORCES/REUTERS

د روسېې د بهرنيو چارو وزارت ویاندې د يکشنبې په ورځ وويل چې په دغه حمله کې ېې یوه اوکرایني جنګي کښتۍ له منځه وړې ده.

ویاندې ماریا زخاروف، د ټولنیزې رسنۍ له لارې په یوه اعلاميه کې ويلی دي: «کالیبر توغندیو په اودیسه بندر کې په يوې لوړې ضربې سره پوځي زیربنا له منځه وړې ده.» هغې ادعا کړې چې د برید په نتیجه کې د اوکراین د «ګزمې یوه کښتۍ» ډوبه شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس له کیف څخه ليکي چې د اودیسه پر مهم بندر د شنبې ورځې حمله په دوو کروز توغندېو شوې ده.

ترکېه چې د روسېې او مسکو تر منځ له اوکراین څخه د غله جاتو د صادراتو د تړون په برخه کې منځګړیتوب کوي، تر دې مخکې ېې ويلي وو چې د مسکو له خوا ورته ډاډ ورکړل شوی چې په اودیسه بندر توغندویزه حمله کې روسي ځواکونه مسئول نه دي.

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، د شبنې په ورځ پر اودیسه بندر د روسېې توغندویي حمله د «روسېې بربريت» وښود.

Symbolbild Ukraine Getreide
اوکراین د نړۍ د غلجاتو يو له مهمو صادرونکو هیوادونو څخه دیانځور: Dado Ruvic/REUTERS

په همدې اړه نور: پر اودیسه بندر د شنبې ورځ حملې ته غبرګونونه؛ پر روسیې شکونه ډیر شوي

زیلنسکي تیره شپه ناوخته وويل چې د روسېې دغه کار وحشيګري، هغو ډیرو «وسلو ته زموږ لاسرسی لا نژدې کوي چې موږ ېې د خپلې بریا له پاره ورته اړتیا لرو.»

پر اوکراین د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشت کې د روسېې تر پوځي يرغل وروسته، شاوخوا شل ميلونه ټنه غلجات په اوکراین کې بند پاتې دي چې له کبله ېې په نړیوال بازارونو کې د غنمو په څیر خوراکي موادو بېې لوړ شوي دي. اوکراین او روسېې د همدې تیرې جمعې په ورځ په استانبول کې د ملګرو ملتونو سازمان او ترکېې په منځګريتوب یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې ېې دغه غلجات د تورې بحیرې له لارې نړیوالو بازارونو ته انتقالیږي.

اوکراین نن وويل چې د نوو حاصلاتو سره ټول ټال ۶۰ ميلیونه ټنه غله د انتقال له پاره لري. تمه ښودل شوې چې نړیوال بازار ته د دغو غلجاتو په انتقال سره به د لوړو بيو اوسنی حالت مهار سي. په رپوټونو کې ويل شوي چې د شنبې ورځې حملو باوجود، په اوکرايني بندرونو کې د غلجاتو د صادرولو پيل ته چمتوالی ادامه لري.

د ملګرو ملتونو سازمان د جمعې په ورځ د تړون د لاسليک کولو پر وخت هيله ښودلې وه چې د غلجاتو صادرولو تړون په څو اوونیو کې د اجرا وړ وګرځي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.