’رنگ دی پيښور‘
د خیبر پښتونخوا په مرکز پیښور ښار کې د ’رنگ دی پيښور’ په نوم یوه کمپاین په ترڅ کې د ښار دېوالونه مختلف رنگ شوي، څو د دغه ښار ښکلا لا زیاته شي. په دې انځوريز راپور کي يې ليدلای سئ.
د حکومت ونډه
دغه کمپاين د کلتور او سياحت وزارت په مشرتوب په درو پړاونو کې ترسره کیږي. په لومړي سر کې د ښار د مرکز، او بیا د ښار د نورو برخو دېوالونه په مختلفو رسامیو او رنگونو ښایسته کیږي.
د دېوالونو پاک ساتل
د پاکستان د نورو ښارونو په شان د پيښور ښار پر دېوالونو هم د مختلفو شرکتونو او کمپنیو اعلانونه رسم شوي دي، چې د ښار ښکلا یې ورکه کړې ده. د دېوالونو د پاک ساتلو او دا ډول اعلانونو د ختمولو له پاره په ایالتي کچه قانون او مقرره هم جوړیږي.
د زده کوونکو لېوالتیا
’رنگ دی پيښور’ د کمپاين د پيلیدو په لومړۍ ورځ ډیرو عامو خلکو او زده کوونکو هم په دې کمپائن کې برخه واخیستله.
هنري نمونې
پر ځوانانو او زده کوونکو سربیره، نقاشانو، هنرمندانو او د کلتوري څانگو ادارو مسئولینو هم په دې کمپاين کې برخه واخیستله او په زړه پوري هنري نموني او رسامۍ یې پر دېوالونو رسم کړې.
د پيښور پوهنتون گډون
د پيښور پوهنتون یوه زده کوونکې نادیه وایې چې دا یو ډیر ښه اقدام دی: «زه خوشحاله یم چې په دې کمپاين کې برخه اخلم. له دې سره د سیمې په ښکلا کې زیاتوالې رازي.»
د ښځو گډون
په داسي حال کې چې پیښور له څو کلونو راهیسې د ترهگرو په جال کې بند پاته دی، خو د ’رنگ دی پيښور’ په کمپاين کې ډیرو ښځو هم گډون کړی وو. له دې څخه معلومیږي چې د پيښور خلک په هر ډول حالاتو کې په مثبتو حرکتونو کې په ډیري لیوالتیا سره گډون کوي.
بشپړه امادگي
پر دېوالونو د رسامۍ او رنگولو مخکې چارواکو د دېوالونو نقشې جوړي کړي وې. په دې نقشو او طرحو کې د رنگونو، نقاشیو او رسامیو اندازه او نور کوایف له مخکې ټاکل شوي ول. په لومړي سر کې یوازي خام انځور یا خاکه جوړیدله او بیا هغه په رنگونو ډگیدله.
چارواکو هم په دې کمپاين کې برخه اخیستې ده
د خیبر پښتونخوا د کلتور ریاست مشر وایې چې دغه کمپاين د ښار ښکلا ته د رونق ورکلو له پاره پیل شوی دی: «له دې سره ښاریانو ته دا پيغام ورکول کیږي چې د دېوالونو په پاکولو کې برخه واخلي، ځکه دا د ټولو گډ مسئولیت دی».
دا د سولې پيغام هم دی
که له یوې خوا د ’رنگ دی پيښور’ په کمپاين کې په سونو داوطلبانو برخه اخیستې وه، له بلې خوا سیمه ایز حکومت دا د سولي یو پیغام بولي.
د پاکوالي کار جریان لري
نټ اینډ کلیین پښاور، د کمپاين په ترڅ کې ښاریانو پر دېوالونو د نقاشۍ او رسامۍ تر څنگ له ښار څخه د گندگۍ او کثافتاتو د لیري کولو کمپاين هم پیل کړی دی. په دې کمپاين کې ځوانان په عملي توگه برخه اخلي.
د سیاحت سکتور پياوړتیا
د ’رنگ دی پيښور’ کمپاين یو بل هدف پر دېوالونو له نقاشۍ او رسامۍ سره د هیواد په مختلفو برخو کې د توریزم سکتور پوري د اړونده ساحو ځنې برخي هم برجسته کیږي، چې له امله یې دغه سکتور ته گته رسیږي.