د یونان په ټاپوګانو کې د پناه غوښتونکو شمیر تر ۴۰ زرو اوښتی
۱۳۹۸ آذر ۱۹, سهشنبهد یونان په ټاپوګانو کې د مهاجرو شمیر مخ پر زیاتیدو دی. د یونان د دولتي راډیو د خبر له مخې د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د مهاجرو په تړاو له يوه تړون راهیسې دغه شمیر هیڅکله دومره ډیر نه وو.
په اپریل میاشتې کې په دغو ټاپوګانو کې د مهاجرو شمیر ۱۴۰۰۰ کسانو ته رسیده. د یونان حکومت په دې هڅه کې دی چې وضعیت یو څه کابو کړي. په تیرو میاشتو کې تر لسو زرو زیات مهاجر له ټاپوګانو څخه د دغه هیواد وچې ته لیږدول شوي دي.
په پام کې ده چې د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه یو نوی قانون نافذ شي، چې په مرسته به یې د پناه غوښتنې پر عریضو باندې ژر غور کیږي. د هغې په تعقیب به هغه کسان چې په یونان کې د پناه غوښتنې کوم چانس و نه لري، څومره ژر چې امکان ولري بیرته ترکیې ته استول کیږي. پر دې سربیره په پام کې ده چې د یونان په ټاپو ګانو کې د اخراج مرکزونه هم جوړ شي.
د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د شوې تړون له مخې اروپایي اتحادیه هغه مهاجر بیرته ترکیې ته استولې شي چې له ترکیې څخه په ناقانونه ډول د یونان ټاپوګانو ته ورغلي وی.
زموږ له آرشیف څخه: