د یونان پارلمان د پناه غوښتونې پر لا سخت قانون بحث کوي
۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبهد دې قانون په مسوده کي راغلي چي د پناه غوښتنې پروسه باید گړندۍ سي او رد سوي پناه غوښتونکي دې له ترکیې سره د اروپایي ټولني د مهاجرو د پروگرام د چوکاټ له مخې، لا نور هم ژر بیرته ترکیې ته واستول سي.
په دې ډول نو باید د دغه قانون د مسودې له مخي د روان کال تر پایه شاوخوا ۲۰ زره پناه غوښتونکي د یونان له ټاپوگانو څخه د هیواد دننه ته انتقال سي. دا په داسې حال کې ده چي د پناه غوښتونکو په هکله تړون کي راغلي چي پناه غوښتونکي باید د خپلې دوسیې په اړه تر پریکړې پورې د یونان د ختیځې آژې په ټاپوگانو کي پاتې سي.
سربیره پر دې د یونان په لیسبوس، ساموس او خیوس کی د مهاجرو د نوم لیکني لومړني مرکزونه په بشپړ ډول ډک سوي. تر هغه وروسته چي په تیرو میاشتو کي له ترکیې څخه د مهاجرو هجوم یو وار بیا خپل اوج ته ورسید ، د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتو د ادارې (UNHCR) په حواله د ختیځي آژې په ټاپو کي په اوس وخت کي څه د پاسه ۳۴ زره پناه غوښتونکي او مهاجر شپې او ورځي تیروي.
G.P/M.J/dpa