د ګريس کیلي يادون
ګريس کیلې د هاليوود فلمي ستورې، د اوسکار جايزې ګټونکې او د موناکو ملکه وه. که چيرې هغه په ۱۹۸۲م کال کې په يوه ترافيکې پيښه کې نه واې مړه شوې، نو اوس د نوامبر په ۱۲ نيټه به ۹۰ کلنه واې.
"لوړ قشر"
ګریس د امریکا په لوړې طبقې پورې اړه درلوده. هغه د میلونر جان برندون د دريم اولاد په توګه رالویه شوه. پلار يې له ايرلند څخه راغلي يو بريالې سوداګر وو او موريې آلمانۍ وه. ګریس له تياتر او فلم سره ډيره علاقه درلوده. کله چې یې په ۱۹۵۵م کال کې د اوسکار جايزه واخیسته نو پلار يې ترينه پوښتنه وکړه: دا لا څه شې دې؟
اور غورځونکي تر کنګل لاندې
د بریتانيې د فلمونو رژيسور الفريد هيچکاک پوه شوی وو چې ګريس کیلي څومره جزباتي مزاج درلودونکی ده. هغه نوموړې ته په خپلونو فلمونو کې د لوبولو له پاره بل ډول نقشونه ورکړل.
"انګړ ته کړکۍ"
هيچکاک د کیلي لارښود او ستايونکې شو.هغه نومودې ته په درېو فلمونو کې رول ورکړ. دغه دري هنري فلمونه تر ننه تر ټولو غوره کلاسیک هنرې فلمونه دي. یو یې د «انگړ ته کرکۍ» په نوم فلم وو چې ډېر مشهور شو.
د نيڅا له بامونو څخه
۱۹۵۵ م کال د ګریس کیلې له پاره يو برخ لیک ټاکونکې کال شو. د فرانسې په سويل کې"د نیڅا له بامونو" په نوم فلم تر ستړي کوونکي کار وروسته د سینما دغه ځوانه ستورې په اروپا کي پاتې شوه. هغې په ۱۹۵۶م کال کې د موناکو له شاهزاده سره وپيژندل او کوژده يې ورسره وکړه. په دې ډول يې په هالیود کي هنري کار پاي ته ورسيده..
د ميلونونو خلکو په ګډون سره واده
د موناکو له پاچا سره د ګربيس کیلي واده په ۱۹۵۶م کال کې له ټولې نړۍ څخه د راغلیو ميلمنو په ګډون سره تر سره شو. دیرش ميلیونه کسانو دغه مراسم په ژوندۍ بڼه له تلویزون څخه ننداره کړل.
د ارزو ګانو ماڼۍ
په لومړي سر کې د موناکو ښار په کوچنۍ سيمه کې د مور په توګه نوې نقش د ملکې ګريسيا پاتريشيا ژوند له خوشالیو ډک کړ.دوه لوڼې او يو زوي د هغوی شخصي ژوند په نړیواله کچه د خلکو د پام وړ وگرځوو، خو د ګريمالدي ديوالونو یې ساتنه کوله. وروسته بيا همدا ماڼۍ د هغې له پاره په طلايی قفس واوښتله،چې ډېر کله یې پکې نفس تنگیده.
د نسلونو له پاره د فيشن سمبول
ګريس مجبوره وه چې د دربار دودونو او عنعاتو ته جدي پاملرنه وکړې. هر څه به د سختو پروتوکولونو له مخې تنظميدل.
د هاليود د ستورې په توګه تل پاتې
د شاهي چاپيريال دودونو او د رسمي دندو څخه بهر ملکه بل ډول وه. ويل به يې "مايوازي په ګریس سره ونوموئ. هغه د ۱۹۸۲م کال په سپتمبر مياشت کې د موټر په حادثه کي د سخت ټپې کيدلو له کبله مړه شوه. نوموړې هغه مهال ۵۲ کلنه وه. تر نن ورځي پورې يې دغه پيښه لا په بشپړه توگه نه ده روښانه هماغسې لکه د ليدې ديانا پيښه چې نه ده څرګنده.