د کابل پر سړکونو د موټر ځغلونې سیالۍ
په کابل کې د موټر ځغلونې او د موټرو د نمایش سیالۍ شوي دي چې پکې ګڼ شمیر موټر چلوونکو برخه اخیستې. دغو سیالیو او موټرو د کابل ښار د اوسیدونکو پام ځان ته اړولی او سلګونه کسان یې لیدو ته راټول شوي.
د کابل پر سړکونو د موټرو د ځغاستې سیالۍ
د روان کال د فبرورۍ پر ۱۶مه د جمعې په ورځ د کابل ښار پر یوه سړک باندې د موټر ځغلونې سیالۍ وشوې چې ورته د کابل ډېر ښاریان راغلي ول. په دغو سیالیو کې کوچنیو او لویو موټرو برخه لرله چې په ځانګړې توګه د همدې سیالیو له پاره جوړ شوي دي.
د «ډرګسټر» سیالۍ
«ډرګ یا ډرګسټر» د موټرو د ځغاستې داسې سیالۍ دي چې پکې موټر په یوه مستقیم خط د یوې مشخصې فاصلې په وهلو سره هدف ته د ژر رسیدو هڅه کوي. په دغه ډول سیالیو کې دوه موټر، موټرسایکل، بایسکل او یا هم ستر لارۍ ډوله موټر برخه اخیستی شي. په دې سیالیو کې موټر چلوونکي د شنه څراغ په لیدو سره په سرعت هدف ته د رسیدو هڅه کوي. په زیاتره موارده کې ټاکل شوې فاصله ۳۰۰ تر ۴۰۰ مترو پورې ټاکل شوي وي.
غیر قانوني سیالي
دغه ډول سیالي د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم د اماتور ځوان موټر چلوونکو ترمنځ کیږي چې ډېر علاقمندان هم لري. خو د خطرونو د ډیروالي له کبله په ګڼ شمیر هیوادونو کې دغه راز سیالۍ منع ګرځول شوي دي.
د سیالیو علاقمندان
د افغانستان اوسنیو حاکمانو له لوري د ښځو پر سپورتي فعالیتونو په محدودیت وضع کولو سره په دغو سیالیو کې یوازې نارینه وو ګډون کړی وو.
بدل یا تغیر شوي موټر
د موټرو د ځغاستې پر سیالیو سربیره په دغو مراسمو کې د موټرو ننداره او د ځینو موټرو له لوري جالب حرکتونو هم د خلکو پام ځان ته راواړاوه. د موټرو علاقمندانو ځینې موټر غښتلي کړي او دغو سیالیو ته یې جوړ کړي دي. تر دې وړاندې دغه راز سیالۍ په بلخ ولایت کې هم شوې وې.
مختلف موټر
که څه هم لوړ شاسي لرونکي موټر یا پیک اپ تر ډیره پورې د دښتو، ځنګلونو او تپو له پاره جوړ شوي، خو د کابل په دغو سیالیو کې دغه راز موټرو هم ګډون درلود. دوی هر یوه یې هڅه کوله چې هدف ته ژر ځانونه ورسوي.