د ژمني المپیک نه هیریدونکي شیبې
په جنوبي کوریا کې د المپیک لوبې روانې دي او اوس هم ګڼ شمیر مډالونو د لوبغاړو له پاره انتظار باسي. له ټولې نړۍ څخه د سکي، سکیټ اود یخ پر سر د موټر د لوبو په برخه کې لوبغاړي غواړي چې د المپیک په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړي.
طلايي نړیوال ریکارډ
د سکيټ یا د یخ په سر نڅا کوونکې آلمانۍ جوړه الجونا ساوچینکو او برونو ماسوت وروسته له هغې احساساتي شول چې خپله نڅا پرته له کومې اشتباه نندارې ته وړاندی کړه. دغو دواړو نه یوازې د سر زرو مډال وګاټه، بلکې دوی په دې کار سره له ستونزې یا اشتباه پرته د پروګرام د ترسره کولو په برخه کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ. په دې ترتیب دوی په دې لوبه کې تر ۱۹۵۲م کال وروسته د آلمان لومړني سرو زرو مډال ګټونکي شول.
جنجالی نقره اي مډال
په انځور کې ښي اړخ ته مارینی ګیلیاس د کیم بوتین چې دوهم مقام یې ګټلې، ډیره خوښه ده. نوموړې د یخ پر سر د گړندۍ ځغاستې د لوبې په برخه کې د سپینو زرو مډال ګټلی دی. دغې لوبغاړۍ وروسته له هغې دغه مډال ترلاسه کړ چې په لوبو کې مداخلې له امله د جنوبي کوریا لوبغاړې چوی مین جیونګ له لوبې اخراج شوه. خو د نندارچیانو احساس دا ؤ چې دا خپله بوتین وه چې اشتباه یې وکړه.
د لاورا دالمایر له پاره د سره زرو دوهم مډال
آلماني لاورا دالمایر وکولای شول چې د ژمنۍ المپيک په دې سیالیو کې دوهم د سرو زرو مډال هم خپل کړي. په دې توګه هغه لمړنۍ ښځینه لوبغاړې ده چې په لومړۍ ورځ د دوه ګونو لوبو په برخه کې د سرو زرو مډال ترلاسه کوي.
اندرسن تکراروي!
د المپیک لوبو بریالۍ اتلې جیمي اندرسن وکولای شول چې د بدو شرایطو سربیره د دوشنبې په ورځ د ښځینه سنو بورډینګ په برخه کې خپل مقام وساتي.
نګاسو تاریخ جوړ کړ
آزاد سکیت په برخه کې له امریکا څخه لومړنۍ میرمنې میراج ناګاسو وکولای شول چې د امریکا له پاره لومړنۍ د برونز مډال وګټي.
فریمپونګ پرواز کوي
اکواسی فریپونګ له ګانا هیواد څخه د یخ پر مخ په چټکۍ سره ښوویدونکي لومړنۍ لوبغاړې ده چې په دې سیالیو کې ګډون کوي.
د تنکي ځوان له پاره د سرو زرو مډال
امریکايي ۱۷ کلن رد ګیرارد ونشو کولی چې د سلوپ سټایل آزاد سکیټ کې د طلا مډال وګټي. په پیونګ چانګ کې د امریکا له پاره دا لومړنی د سرو زرو مډال وو.
د تماشاچیانو همغږي
د لنډ واټن چټک سکټ په برخه کې د شمالي کوریا لوبغاړي چوی اون سونګ له تود هرکلي سره مخ شو. خو له بده مرغه نوموړي ونه شول کولی چې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.