د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو لامل څه دی؟
۱۴۰۲ شهریور ۱۰, جمعهپه افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او په دغه هېواد کې د له رامنځته کېدو وروسته د افغانستان اسعار د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی وو.
سیاسي بې ثباتي، بانکي محدودیتونه او افغانستان ته د ډالرو د کم واریدیو له امله د افغانیو د ارزښت د راټیټېدو لاملونه بلل کېدل، خو په وروستیو ورځو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.
د کابل د اسعارو بازار د نرخ ليست ښيي چې په تېرو لسو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت پر ټیټېدو دی، چې له امله یې د یو ډالر ارزښت له ۸۶ افغانیو څخه ۷۳ افغانیو ته راټیټ شوی دی.
د افغانستان د اقتصادي چارو شنونکی انورشاه یوسفي په دې باور دی چې د طالبانو له خوا له افغانستانه د ډالرود قاچاق مخه نیول، په بازار کې د مرکزي بانک له خوا د افغانیو محدودیت او په افغانستان کې د مرکزي بانک د پولي سیاستونو دوام د دې لامل شوی دی.
د اقتصادي چارو یو شمېر نور کارپوهان د طالبانو د حکومت له خوا د کانونو د استخراج د تړونونو لاسلیکېدل او په کورنیو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو د استعمال مخنیوی د افغانیو د ارزښت د لوړېدو د نورو لاملونو په توګه یادوي.
د اقتصادي چارو کارپوه، شیرباز کمین زاده دویچه ویله ته وویل: «یو مهم لامل دا دی چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بازارونو کې د پاکستانۍ کلدارۍ په ګډون د بهرنیو اسعارو د تګ راتګ مخه ونیول شوه او تل د طالبانو له خوا هڅې روانې وې.« د افغانیو د ارزښت ساتل او یو بل لامل »د طالبانو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د کانونو د څو قراردادونو پلي کېدو په افغانستان کې د ډالر پر ارزښت منفي اغېز کړی دی.«
په بازارونو کې د توکو بیې مخ پر لوړېدو دي
دا په داسې حال کې ده چې عام وګړي وايي چې د ډالرو د بیې له راټیټیدو سره هم د تیلو او اومو موادو بیې نه یوازې راټیټې شوي نه دي، بلکې لوړې شوې دي.
ښکاره ده، کله چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوړېږي، په بازار کې د توکو بیه لوړېږي او سوداګر استدلال کوي، چې دوی خپل اجناس په ډالرو پېري.
د هرات اوسېدونکی فریدون وايي: »ما تمه درلوده چې د ډالرو د بیې په راټیټېدو سره به د وريجو، اوړو او پټرول بیې هم راټيټې شي، خو برعکس د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.« د بېلګې په توګه، ما یوه بوجۍ وريجې په ۲۵۰۰ افغانۍ اخیستې، خو پرون مې هماغه وريجې په ۲۷۰۰ افغانۍ اخیستې.
هغه زیاتوي: «طالبان پر بازار کنټرول نه لري، په تېرو لسو ورځو کې د هرات په بازار کې د پټرولو بيه له ٦٤ افغانيو څخه ٧٤ افغانيو ته لوړه شوې ده.»
د کابل د سوداګرۍ خونې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، چې د ډالر بیه د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو پر بیو کوم اغېز نه لري.
دغه سرچینه وايي، د نرخونو نوی نوملړ چې د کابل ښاروالۍ له خوا د سوداګرۍ خونې ته استول شوی، ښيي چې د خوراکي توکو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د افغانستان ولس له طالبانو غوښتي چې د خلکو اقتصادي وضعیت او د ډالرو د بیې راټیټیدو ته په کتو د خوراکي توکو بیې راټیټي کړي.
که څه هم په مارکېټ کې د ډالرو د ارزښت کمېدل له اقتصادي پلوه د خلکو په ګټه تمامېږي، خو دغه اقتصادي پرمختګ يو شمېر هغو کسانو ته زيانونه اړولي چې ډالر يې لرل.
په هرات ښار کې د پیسو د تبادلې یو سوداګر عبدالسمیع وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د ټیټوالي له امله د هرو سل زرو ډالرو پر وړاندې یو میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.
هغه دویچه ویله ته وویل: «په هرات کې تر ۲۰ سلنې زیات صرافان ښه مالي وضعیت نه لري. که وضعیت همداسې دوام وکړي، ډېر صرافان به مالي زیانمن شي.»