د ځمکې پر مخ تر ټولو ګرم او هغه ځایونه چې باران په کې نه کیږي
په دې انځوریز رپوټ کې تاسې ته د ځمکې پر مخ هغه ځایونه در پيژنو چیرې چې باران نه کیږي او په ځینو برخو کې خو یې د تالابونو د اوبو د حرارت درجه د سانتي گرید ۱۰۸ درجو ته رسیږي.
د مرګ صحنه
د ایتوپیا په عفر سیمه کې د مالکې کانونه او کندې د قیامت له منظر څخه کم نه دي. د ډینیکل ډپریشن په نوم دا ځای د ایتوپیا او اریتیریا په سرحد کې واقع دی. دا د ځمکې پر مخ یو له تر ټولو ګرمو او نا خوندي ځایونو څخه دی. دلته د حرارت درجه له ۵۰ سانتي ګریدو څخه هم پورته ثبت شوې ده. دلته باران نه کیږي.
دلول هائیدروتهرمل سیستم
دلول په نړۍ کې یو له تر ټولو غیر معمول هایئدرو تهرمل سیمو څخه شمیرل کیږي. سیلانیان دلته موجود د لیدو وړ سلفر لرونکو چینو د لیدو له پاره په جیپونو کې راځي. سیمه ایز خلک د اوښانو په وسیله سفر کولو ته ترجیح ورکوي. د «دلول» کلیمه عفر قبیلې کشف کړی دی چې د «تحلیل» معنا ورکوي.
ډیر ستړی کوونکی کار
په ایتوپیا کې د داناکل ډپریشن په نوم ځای د مالګې له معدن څخه ډیر غني دی. دې ته سپينه طلا هم ویل کیږي، چې د عفر قبیلې د سیمه ایزو خلکو د روزګار یوه وسیله هم ده. دوی له دې ځایه مالګه را اوباسي او په سیمه ایزو بازارونو کې یې پلوري. دا ډیر سخت او زیرونکی کار دی.
سا اخیستل هم ستونزمن
په ۱۹۲۶م کال کې د دلول اورشيندنې د چاودنې په نتیجه کې دلته عجیب و غریب تغیرات ولیدل شول. د اورشیندې له کبله دلته موجود د مالګې ذخیرې تر ۳۰ مترو پورې را پورته شولې. دلته په پرله پسې ډول زلزلې کیږي چې د سلفر ډنډونه فعالوي او هرې خوا ته د خثا شوو هګیو په شان بدبویي خپره وي.
حیرانونکی منظر
دلته ګرمې اوبه د ځمکې سطحې ته د را وتلو په خاطر د تیږو له مختلفو طبقو څخه باید تیر شي. په دې بهیر کې سلفر، اوسپنه او مالګه هم د ځمکې سطحې ته راپورته کیږي. له دې عمل سره زیړ، سور او سپين رنګه مواد هم راپورته کیږي، چې په لیدو کې ډیر په زړه پورې معلومیږي.
دلته ژوند ناممکنه دی
په ۲۰۱۹ م کال کې د ترسره شوي یوې څیړنې څخه معلومه شوې چې د دلول سیمې په اوبو کې ژوند ناممکنه دی. دلته د پي ایچ لیول دومره کم دی چې ډیر مقاومت ښوونکو میکروبونه هم په کې ژوند نه شي کولی. تاسې اټکل وکړئ چې دلته د اوبو د حرارت درجه د ساتني ګرید تر ۱۰۸ پورې لوړه وي.
د لاوا تالاب
د ایرتا ایلي په نوم اورشیندی (آتش فشان) د داناکل ډپریشن په سیمه کې موقعیت لري. دا په نړۍ کې یو له هغو شپږو اورشیندو غرونو څخه دی، چیرې چې د لاوا ډنډ یا تالاب موجود دی. دغه اورشیندی د ۶۱۳ مترو په لوړوالي کې واقع دی. سیلانیان په دې اورشیندې کې د لاوا تالاب د لیدلو په خاطر له ډیرو ستونزمنو لارو څخه تیریږي.
ګرمه رخصتي
که ستاسې ډیره ګرمه هوا خوښه وي، نو د عفر سیمه کیدای شي ستاسې د رخصتیو له پاره یو ډیر ښه ځای وي. دلته په کلني حساب د حرارت درجې اوسط د سانتي ګرید ۳۵،۶ درجې وي. دا زمونږ پر ځمکه تر ټولو ګرم ځای دی. د دې سیمې ډيره برخه د سمندر له سطحې څخه ۱۲۵ متره ټيټه ده.