د پيښور د «کارخانو مارکيت» افغان دکانداران ولې انديښمن دي؟
په پاکستان کې له څو لسيزو راهيسې ميشت زياتره افغانان په خيبرپښتونخوا کې ژوند او کاروبار کوي. دا مهاجر اندیښنه لري چې افغانستان ته د استول کیدو په صورت کې به له ستونزو سره مخامخ شي.
پر کاروبار بنديز نشته
د خيبر پښتونخوا د مرکز پيښور په مشهور بازار «کارخانو مارکيت» کې يو افغان مهاجر خرما خرڅوي. په پاکستان کې پر افغان مهاجرو د کاروبار د کولو هيڅ بندیز يا محدوديت نشته.
«سرمايه به مو ورکه شي»
په پيښور کې ميشت افغان مهاجر وايي چې دوی دلته د کاروبارونو پر رامنځته کولو ډيره زياته سرمایه لګولې ده. که چيرته دوی بيرته افغانستان ته واستول شي نو له يوه اړخه به یې سرمايه ورکه شي او بل پلوه په افغانستان کې د کار او تجارت له پاره زمينه برابره نه ده.
د ټوکر کاروبار
په پيښور او د پاکستان په نورو ښارونو کې ميشت افغان مهاجر زياتره د ټوکر د خرڅولو کاروبار کوي.
د سنگار لوازم
د ټوکر پر کاروبار سربيره په بيښور کې ميشت افغان مهاجر د ښځو د سنگار توکي هم پلوري. دا چې اوس د پاکستان د مرکزي کابينې د پريکړې پر اساس د افغان مهاجرو د ستنيدو له پاره ورکړل شوي مهلت ته دوه ورځې پاتې دي، دا کډوال خپل راتلونکي ته اندیښمن دي.
د لارو پر سر دوکانونه
د پيښور په بورد بازار او کارخانو مارکيت کې افغانانو نه يوازې لوې دوکانونه جوړ کړي بلکه هغه چې ډيره سرمايه نه لري، پر پياده رو یې خپل سامانونه خواره کړي وي او هلته یې خرڅوي.
د واده مراسمو سامان
د پولې له بلې غاړې څخه هم ډير افغانان د واده په کاليو او نورو لوازمو پسې د پيښور کارخانو مارکيت ته راځي.
له پولیسو ناراضي
پر پياده رو دوکان جوړونکي ډيري دوکانداران شکايت کوي چې پولیس يې ځوروي.