د پاکستان لومړۍ بم شنډونکې آفسره
رافعه، اووه کاله ترمخه په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو په لیکو کې کار پېل کړ. هغه مهال په خیبر پښتونخوا کې د ترهگرۍ پیښې اوج ته رسیدلې وې. رافعې د بم شنډولو په برخه کې زده کړي وکړې.
د ترهگرۍ ضد جگړه
۲۹ کلنې رافعې، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې کله د پولیسو په لیکو کې شامله شوه، نو هغه مهال به په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ د ترهگرۍ پیښې کیدې: «پولیس په لیکو کې د دندې د پیلیدو په لومړیو ورځو کې د سیشن محکمې (ابتدایي محکمه) مخې ته بمي برید شوی وو. هماغه وخت مې پریکړه وکړه چې د بمونو د شنډولو څانگې برخه وگرځم.»
د پولیسو په څو عملیاتو کې گډون
رافعه چې د نړیوالو اړیکو په برخه کې لوړي زده کړي کړي دي د پولیسو په څو عملیاتو کې يې برخه هم اخیستي ده. د پیښور متني، سیمه یو وخت د ترهگرو په ولکه کې وه. په دغه سیمه کې رافعه له پوځ او نیمه پوځي ملیشو سره په عملیاتو کې برخه اخیستې وه چې سیمه له ترهگرو پاکه کړي.
د ډاکټر انتخاب عالم آزادول
د ترهگرو له ولکې څخه د ډاکټر انتخاب عالم، د آزادولو په عملیاتو کې هم رافعې برخه اخیستې وه. په دې هکله هغې دویچه ویله ته وویل: «د ډاکټر انتخاب عالم د خلاصون له پاره درې ورځې عملیات وشول. په دغو عملیاتو کې له۴۰ پولیسو سره زه یوازنۍ پولیسه وم.»
په لاس جوړ شوو بمونو شنډول
رافعه وايي چې دوه وارې یې په لاس جوړ شوي بمونه شنډ کړي دي. هغه وایي چې په زده کړو کې ورته ښوول شوي دي چې په ډیر کم وخت کې څرنگه د لوی زیان مخه ونیول شي.
د خیبر پښتونخوا پولیسو په لیکه کې
رافعه وایي چې په دې ویاړي چې د خیبر پښتونخوا له پولیسو سره کار کوي او په ډیرو کمو وسایلو سره یې د ترهگرو پوره مقابله کړې ده.
د ترهگرو خطر اوس هم شته
رافعه وایي چې د خیبر پښتونخوا په گډون ټول پاکستان کې د امنیت په برخه کې ښه والی راغلی دی، خو اوس هم د ترهگرو پيښو خطر شته. هغه وایي د خپل هیواد له پاره هر ډول قربانۍ ته چمتو ده.
نورې نجونې هم د رافعې لار نیسي
رافعې ته په کتو سره په خیبر پښتونخوا کې یوولسو نورو نجونو هم د بم شنډولو په برخه کې زده کړي پېل کړي.