1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند په یوه معبد کې خلکو یو سړی په وهلو سره وژلی

۱۴۰۰ آذر ۲۸, یکشنبه

په هندوستان کې د سیکهانو په تر ټولو مقدس معبد، ګولډن تمپل یا د سرو زرو معبد کې يو نارینه په دې تور په وهلو ډبلو مړ کړل شوی، چې غوښتل يې په معبد کې توهین کونکی عمل تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/44XGw
Indien Gwalior | Bandi Chhor Divas
انځور: Narinder Nanu/AFP/Getty Images

ځايي رسنيو ويلي چې پيښه د هند په شمالي ښار امرتسار کې د شنبې په ماښام هغه مهال رامنځ ته شوه چې يو ناپيژاندي کس په داسې حال کې چې خلک په عبادت بوخت ول، د پنجرې له سره د معبد په منځ کې مقدس ځای ته ورټوپ کړل.

د NDTV په نوم رسنۍ وويل چې دغه سړي غوښتل د سیکهانو مقدس کتاب، ګرو ګرانت صاحب، مخې ته ايښې توره راواخلی چې د عبادت کوونکو له خوا يې مخه ونيول شوه او بیا يې په وهلو ډبولو مړ کړ.

د پنجاب ایالت وزیر اعلی چرنجیت چنا د یاد سړي دغه عمل د «تر ټولو بدمرغه او ناوړه عمل» په توګه غندلی دی. د هغه دفتر د شنبې په ورځ د دغې پيښې په اړه پر ټويټر پيغامونه خپاره کړي، چې پورتنۍ خبره هم په کې شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، چنا همدارنګه د پيښې په تړاو د تحقیقاتو امر کړی تر څو روښانه شي چې د دغه «ناوړه عمل تر شا اصلي انګیزه او توطیه څه ده.»

په سيکه ټولنه کې د ګرو ګرانت صاحب او د سیکهانو د معبد پر وړاندې بي حرمتي، یوه لويه حساسه موضوع ګڼل کيږي.

په ۱۹۸۴ کې د هندوستان پخوانۍ صدراعظمه ایندرا ګاندي د خپل یو سیکهـ ساتونکي له خوا وروسته له هغې په قتل ورسیده چې هغې له ګولدن تيمپل معبد څخه د بیلتون غوښتونکو د شړلو له پاره پر معبد د يوې پوځي حملې امر ورکړ.

ash/gle/oho