د هند په ټاکنو کي د باليووډ د ستورو گډون
د مهاراشتر ايالت مشهور ښار ممبي ته د هند اقتصادي مرکز هم ويل کيږي او همدا ښار د هند د فلمي صنعت ټاټوبی هم دی. د باليووډ ځينو ستورو په ټاکنو فعاله ونډه واخيستله او خپله رايه يې وکاروله. انځورونه یې دلته ليدلی شئ.
پريانکا چوپړا جونز
پريانکا چوپړا په رنگ د ککړې کوتې انځور په پوسټ کولو سره د ټاکنو په اړه ليکلي ول: «د رای د ورکړي همدا يوه شيبه ډېره مهمه ده. هره رايه يو غږ دی چې معنا لري.»
کرينه کپور خان
کرينه کپور خان له خپل کوچني زوی تيمور سره د رای ورکولو يوه مرکز ته ورغلې وه. خو خاوند یې، سيف علي خان ورسره ونه ليدل شو.
کنگا راناوت
کله چې له سياست سره د فلمي ستورو د ليوالتيا خبره کيږي، نو د کنگا راناوت نوم بايد هير نه شي. هغه چې آسماني رنگه ساړهي یې پر غاړه وه، د رای د ورکړې مرکز ته یې ځان رسولی وو. نوموړې وويل: «نن يوه مهمه ورځ ده او دا ورځ په پنځوو کلونو کې يو وار راځي. له دې کبله موږ خپله دا دنده بايد پر ځای کړو او د آزادۍ جشن ولمانځو.»
مادهوري دکشت
د کنگا راناوت په څېر مادهوري دکشت هم پر تويتر خپل انځور پوست کړ چې ورسره یې ليکلي ول: «رايه زموږ حق دی، په مسئولانه توگه یې وکاروئ. زموږ د هېواد راتلونکی زموږ په لاس کې دی. خپل مسئوليت پر ځای کړئ او د هند له پاره رایه ورکړئ.»
عامر خان
عامر خان له خپلې ميرمنې کرن راج سره د رای د ورکړې مرکز ته ورغلی وو.
اجی ديوگن
د ايکشن فلمونو هيرو اجی ديوگن د خپلې ميرمن کاجول او زوی يگ ديوگن سره د رای ورکولو مرکز ته تللی وو او خپله رایه یې وکاروله. په دې ترڅ کې یې ډېر مينه وال ترې را چاپير شول.
کاجول
پر ټولنیزو رسنیو د کاجول ويډيو ډېره وستايله شوه. کاجول چې تورې جامې يې اغوستي وې، د رای پر ورکړه یې ټينگار وکړ.
ارميلا ماتوندکر
هنرمنده او د هند د کانگرس گوند سره تړاو درلودونکې ارميلا له خلکو څخه د رای د ورکړې غوښتنه وکړه او ویې ويل: «مخکې په رای کارولو سره زه اوس له عمومي رخصتيو خوند اخلم.»
سنجی دت
د سنجې دت په څېر د هغه ميرمن هم د رای ورکولو په موخه تللې وه. نن سبا د سنجې دت د خور پريا دت په شان د هغه ميرمن هم په هلو ځلو بوخته ده. پريا دت د کانگرس گوند د کانديدې په توگه په ټاکنو کې برخه اخلي.
وديا بالن
وديا بالن له خپلې ټولې کورنۍ سره يوځای خپله رايه ورکاوله. له سياست سره ليواله وديا به ډېر ژر د انترنتي فلمونو په يوه لړۍ کې د اندرا گاندهي په نقش کې وليدله شي. دويچه ويله اردو (عيشا بهاټيا). ب،ص