د هند داخله وزیر ۱۳ وژل شوو ملکيانو په اړه خواشینې وښوده
۱۴۰۰ آذر ۱۵, دوشنبهدغه ۱۳ ملکيان د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۴نېټه) د هندوستان په شمال ختيځ کې د پوځ له خوا د یاغیانو ضد يوه عملیات کې په تيروتنې سره ووژل شول. د شمال ختيځ ایالت ناګالند لومړي وزير، نیفیو ریو، دا د هندوستان په تاريخ کې يوه توره ورځ ښودلې.
د هند داخله وزیر پارلمان ته وويل چې پوځ په سیمه کې د یاغیانو د ممکنه حضور په اړه معلومات ترلاسه کړي ول چې ځانګړو ځواکونو د هغو پر اساس د مان ولسوالۍ په اوتونګ سیمه کې کمين نیولی وو. هغه زیاته کړه چې دغو ځواکونو په سیمه کې يو موټر ته د دريدو امر وکړ خو موټر د دریدو پر ځای نور هم سرعت واخیست، دې سره پوځیانو ګمان وکړ چې په موټر کې یاغیان دي پر هغه يې ډزې وکړې چې شپږ تنه په کې ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
خو شاه وویل: « وروسته معلومه شوه چې دا پيښه يوه تیروتنه وه.» امیت شاه زیاته کړه چې وژل شوي کسان د ډبرو سکرو کان کیندونکي ول چې خپل کلي ته په لاره ول. شاه وويل تر پيښې وروسته د سیمې اوسیدونکي له پوځيانو سره ښکيل شول چې په دغو نښتو کې یو پوځي ووژل شو او يو شمیر نور ټپیان شول.
د هند داخله وزير وويل چې پوځيانو د خپلې دفاع په خاطر ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې ۷ نور ملکيان ووژل شول. هغه زیاته کړه چې د حقیقت موندنې يو ځانګړی ټيم په دنده ګمارل شوی او هغه به د خپلو تحقیقاتو رپوټ د ېوې میاشتې په دننه کې ورکړي.
آ./م.ک.ص./ا.ا.