د هماليا پر شپنو د اقليم د بدلون اغیزې
د «گدي» په نامه شپونکي ژوند له پيړيو راهيسې په هغه څه سره تیروي چې طبيعت یې ورکوي. خو د اقليم له بدلون سره هر شی د بدليدو په حال کې دی او د هماليا دا شپانه د خپل دود د ساتنې هڅه کوي.
د هند د شمال د «هالاگيري» غرونو په لمن کې د مني موسم دی. د هماليا د غرونو په دې لیرې پرته برخه کې اوس هم د کاج ډېر ځنگلونه شته او ميدانونه شنه دي. په دې سيمه کې شپانه له خپلو څارويو سره ژوند کوي. د کاندرال په ښکلو کليو کې د گدي قوم نيمه کوچي شپانه اوسي.
رنجيت سينگ او څلورو نورو شپانه خپلې گلې په غرونو کې له خپلو خپلوانو سره پريښي دي څو دوی د «داها» په کلنۍ میله کې گډون وکړي. مخکې به دوی په آسانۍ سره کولای شول خپله څاروي له ځانه سره راولي او تر جشن وروسته به تر دوبي پورې دلته پاتيدل او بيا به یې خپل سفر ته ادامه ورکوله.
رنجيت سينگ وايي: «په دوديز ډول خو اوس هغه وخت دی چې زموږ گلو به دلته واښه خوړل او همدا وخت به یې موږ وړۍ پرې کولی او پلورلې به مو.» مخکې به رنجيت سينگ او نورو شپنو له هوارو ځمکو غرونو ته گډه کوله څو هلته د شينگياو څخه استعفاده وکړي، خو د اقليم بدلون اوس د هماليا د دې سيمو د ژوند ريتم گډ وډ کړی دی.
خو دا ډول ژوند اوس د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ دی. سينگ اوس خپل زياتره وخت تر کوره دباندې تيروي او په دې اړه فکر کوي چې د شپانه په توگه نور خپل ژوند ته ادامه ور نه کړي. خو ده بل څه نه دي زده کړي او د بل کوم کار کول به ورته ستونزمن وي.
پخوا به کله چې سينگ غوښتل د «لانگا - کيناور» څوکې ته چې ۵۰۰۰ متره لوړه ده، وخيږي نو خپل سفر به یې په اپريل کې پيلاوه. په سپتمبر مياشت کې به نوموړی کابو ۲۵۰۰ متره را کښته کيدی او په دسمبر میاشت کې به بيرته ميداني سيمو ته رارسيده. هغه کولای شول هغه وخت پر ورښتونو حساب وکړي خو د ۲۰۱۴، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کالونو کې په نوامبر مياشت کې تقريباً هیڅ باران ونه شو.
رنجيت سينگ وايي چې د دې څو پيړيو پخواني دود ساتل ورته اوس ډېر ستونزمن شوي دي. هغه زياتوي چې ډېری اوس نه غواړي خپل دې دودیز کار ته ادامه ورکړي. ډېر یې ښارونو ته تللي او په دهقانۍ بوخت شوي.
سينگ وايي: «دا د کال يوازينې فصل دی چې زه له نورو سره وينم. په دې وخت کې سړی دلته ډول ډول خواړه خوړلی شي او په کليو کې ودونه او د خوشالۍ نورو جشونه نيول کيږي.» د دې جشن په ختميدو سره سينگ هم له خپل آس سره بيرته غرونو ته ستنيږي او شنو تپو او غرونو ته به سفر کوي. خو واښه او نور شنه بوټي د مخکې په پرتله چې واوره ډيره وه، اوس ډېر کم شوي دي.