د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د روژې نیولو وختونه څومره توپیر لري؟
د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د روژې نیولو وختونه د ورځې د رڼا او یا جغرافیايي موقعیت له مخې سره توپیر لري. همداشان د روژې نیولو د وخت ټاکلې مرجع هم په دې کې نقش لري.
مکه
په مکه کې د روژې نیولو وخت ۱۴ ساعته او ۳۵ دقیقي دی.
بغداد - عراق
په عراق کي د مسلمانانو ۱۵ ساعته او ۳۰ دقیقي روژه وي.
مصر
په مصر کې د روژې نیولو وخت شا او خوا ۱۵ ساعته ۲۰ دقیقي دی.
مراکش
په مراکش کې هم په روژې مياشت کي د ورځي شا او خوا ۱۵ ساعته او ۲۰ دقیقي د خلکو روژه وي.
ترکیه
په ترکيه کي روژه شا او خوا ۱۶ ساعته او ۳۰ دقیقي وي.
آلمان
د آلمان په پلازمېنه برلین کې لومړۍ روژه شا او خوا ۱۷ ساعته او ۳۰ دقیقې ده. خو د روژې میاشتې په پای کې روژه ۱۸ ساعته او ۲۰ دقیقو ته رسیږي.
آسترالیا
په استراليا کي بيا روژه یوولس ساعته او پنځوس دقیقي وي.
چین
په چين کې شا او خوا ۱۶ ساعته او ۲۰ دقیقي روژه وي.
امریکا متحد ایالات
په واشنګټن کې د روژې نیولو وخت ۱۶ ساعته او ۱۰ دقیقو ته رسیږي.
مسکو او د شمالي قطب څخه د باندې ښارونه
د روسیې په پلازمینه کې د روژې نیولو وخت شل ساعته او لسو دقیقو ته رسیږي. د روسيې په شمال کې داسې سیمې شته لکه مورمنسک ښار چې د شمالي قطب تر دایرې دباندې وي، د دوبي په موسم کې هلته رڼا نه پریوځي. نو بیا ځیني دیني عالمان فتوی ورکوي چې دغه ځای ته د جغرافیایي لحاظه نزدې پرتو سیمو د وخت په مطابفت روژه ونیول شي.
ناروې
په ناروې کي روژه ۲۰ ساعته او ۳۶ دقیقي وي.
بريتانیا
په بريتانيا کي د روژې نیولو وخت شا او خوا ۱۹ ساعتونو ته رسیږي.
ایسلند
په ايسلند کي نژدې ۲۲ ساعته روژه وي.
بوینوس آیرس - آرجنټاین
په ارجنټاين کي د مسلمانانو د ورځي یوولس ساعته او دیرش دقیقي روژه وي.