د نړۍ مهم خبرونه
د نړۍ مهم خبرونه
ترمپ او کیم سنګاپور ته رسیدلي دي
له سنګاپوره رارسیدلې رپوټونه وايي چې ولسمشر ترمپ او د شمالي کوریا رهبر کیم جون اونګ دواړه سنګاپور ته رسیدلې دي. ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوریا د رهبر ترمنځ د کوریا د ټاپو د غیر اتومي کیدو په موخه دغه تاریخي ناسته به په سنګاپور کې ترسره شي. په عین وخت کې د ولسمشر ترمپ الوتکه هم نن په ځايي وخت شاوخوا ۲ نیمې بجې سنګاپور ته رسیدلې ده.
پر عربستان د حوثي یاغیانو توغندويي برید درې کسان وژلي
سعودي عربستان د دولتي رسنۍ په حواله د شنبې په شپه له یمن څخه د حوثي یاغیانو په لاس توغول شوي یوه توغندي د سعودي عربستان په جنوب کې درې ملکیان وژلي دي. د یادې رسنۍ په حواله دغه درې ملکیان د سعودي عربستان په جنوبي ولایت جزان کې وژل شوي چې له یمن سره ګډه پوله هم لري. په یمن کې له دریو کلونو اوږدې جګړې ته تر ډیره پورې د ایران او سعودي عربستان د نیابتي جګړې د یوې برخې په توګه کتل کیږي.
جي ۷ په جنګ ځپلو سیمو کې د نجونو د تعلیم له پاره د میلیاردونو ډالرو اعلان کړی
د جي ۷ په نامه د اوو سترو صنعتي هیوادونو په سرمشریزه کې د ناستې ګډونوال په پام کې لري چې په جنګ ځپلو سیمو کې د نجونو د تعلیم او تربیې له پاره ۵،۲ میلیارده یورو ځانګړې کړي. د انجونو د زده کړې د بوديجې له پاره وړانديز د کانادا د صدراعظم تر څنګ، تر ډيره د ښځو د حقونو فعالو ډلو له خوا شوی. په غونډه کې د فعالو ښځو له ډلې څخه د نوبل جايزې ګټونکې، ملاله یوسف زۍ هم ګډون درلود.
په مدیترانه سمندر کې له زرو ډیر کسان ژغورل شوي
په دې وروستیو اونیو کې د مدیترانې او اطلس سمندر کې د ژغورنې په ماموریتونو کې له زرو ډیر مهاجرین له مرګه ژغورل شوي دي. په دې ماموریتونو کې د «آکواریوس» په نامه کښتۍ، بې پولو ډاکټرانو او د «اس. او. اس» په نامه سازمان برخه اخیستې وه. په دې عملیاتو کې له ۲۰۰ ډیرو کښتیو کې له سپاره شاوخوا ۴۰۰ مهاجرینو سره مرسته شوې ده. د مراکش سمندري ځواکونو هم ۴۷۰ اروپا ته په لار مهاجرین ژغورلي دي.
چین بیا هم د آزادۍ سوداګرۍ ملاتړ کړی
د نړۍ د سترو اقتصادي هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر سر د روانو ناندرئیو باوجود، چین د امریکا له متحده ایالاتو د آزادې سوداګرۍ د عملي کولو غوښتنه کړې. د چین ولسمشر شي جین پینګ د شانګهاي د اقتصادي همکاریو د سازامان د پرانیستنې په مراسمو کې وویل چې ځان غوښتنه، لنډ مهالي او د تړلو دروازو سیاستونه باید نور له منځه ولاړ شي. ولسمشر غني هم په دې غونډه کې د ګډون په موخه چین ته رسیدلی دی.
آلمان غواړي د پرمختیايي سیاستونو له لارې د مهاجرینو د راتګ مخه ونیسي
د آلمان د پرمختیايي چارو وزیر ګېرد میولر غواړي چې د آلمان پرمختیايي سیاستونه باید داسې تنظیم چې پر مټ یې اروپا ته د مهاجرینو د راتګ مخه ونیول شي. د میولر په وینا د آلمان خصوصي سکتور ته باید داسې انګیزه ورکړل شي چې دوی د مهاجرینو په مبدا هیوادونو کې پانګونه وکړي. میولر هیله من دی چې د مالیې وزیر اولاف شولڅ به د دوی د راتلونکو پروګرامونو له پاره ۸۸۰ میلیونه یورو اضافي بودیجه په اختیار کې ورکړي.