د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د بحرين د اپوزيسيون مشر په عمري بند محکوم شو
په بحرين کې د اپوزيسيون مشر شيخ علي سلمان د قطر له پاره د جاسوسۍ په تور په عمري بند محکوم شوی دی. د استيناف يوې محکمې د يوې جزايي محکمې موقت د آزادولو حکم بېرته اخيستی دی. په قضيه کې مدعيانو د سلمان او د قطر د پخواني حکومتي مشر شيخ حمد بن جسم الثاني تر منځ پر اورېدل شوو تليفوني خبرو باندې تکيه کړې وه. سعودي عربستان، بحرين، متحده عربي اماراتو او مصر له قطر سره ديپلوماتيکې اړيکې شلولې دي.
رسنۍ: د برکزيت خبرو اترو کې اصلي خنډ لرې شوی
د بريتانيې «سندای ټايمز» ورځپاڼې خبر ورکړی چې د دغه هېواد صدراعظمې، تريزا می، له بروکسل څخه ژمنه تر لاسه کړې چې بريتانيا به له اروپايي اتحاديې څخه تر وتلو وروسته په ګمرکي اتحاد کې پاته شي. په دې ترتيب به ښايي د دې مخه ونيول شي چې اروپايي ټولنې د غړي هېواد ايرلنډ او د بريتانيې د شمالي ايرلنډ سيمې تر منځ يوه اصلي پوله رامنځ ته شي. داسې ويل شوي دي چې په ګمرکي اتحاد کې غړيتوب به محدود وي.
شمالي کوريا متحده آيالاتو ته اتومي سياست ته له ورستنېدو خبرداری ورکړی
شمالي کوريا متحده آيالاتو ته خپل پخواني اتومي سياست ته له وستنېدلو څخه خبرداری ورکړی دی که واشنګټن پر پيونګ يانګ اقتصادي بنديزونه پای ته ونه رسوي. د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د اړيکو ښه کول او بنديزونه سره نه جوړيږي. د شمالي کوريا واکمن، کيم جونګ اون، په اپريل مياشت کې اعلان کړی وو چې هېواد يې په بريالي ډول اتومي وسلې رامنځ ته کړې دي چې له کبله نورو ازموينو ته اړتيا نه ليدل کيږي.
له بنديزونو مخکې په ايران کې د امريکا ضد مظاهرې وشوې
په لسګونو زرو ايرانيانو د دولت له خوا په نتظيم شوو مظاهرو کې د متحده آيالاتو پر ضد مظاهرې کړې دي. اصلا ټاکل شوې وه چې دغه احتجاجونه به ۳۹ کاله پخوا د محصلينو له طرفه د متحده آيالاتو د سفارت د اشغال پر ورځ راوبلل شي، خو د دوشنبې راهيسې د پلي شوو سختو اقتصادي بنديزونو له کبله دغه موضوع پکې خورا مطرح وه. په تهران کې مظاهره چيانو په سمبوليک ډول امريکايي بيرغونه او د ډالر لوټونه وسوځول.
نوې کالدونيا غواړي له فرانسې سره پاته شي
د فرانسې له پولې څخه د باندې په دغه هېواد پورې مربوطې نوې کالدونيا کې له فرانسې څخه د خپلواکۍ په سر په رفرنډم کې داسې نخښې ليدل کيږي چې د بېلتون مخالفين په اکثريت کې دي. د «لا پرېمير نوېل کالېدوني» په نوم د تلويزيوني چېنل په حواله ۵۹ سلنه رايه ورکوونکي کسان غواړي له فرانسې سره پاته شي. د بېلتون په نفع يوازې ۴۱ سلنې خلکو رايه ورکړې ده. د موقتي پايلو له پاره د ورکړل شوې رايو نيمه برخه شمېرل شوې ده.
رسنۍ: ۵۸ سلنه کډوال بې اسناده دي
د رسنيو د يوه راپور په حواله لږ تر لږه نيمه برخه کډوال بې له اسنادو آلمان ته راځي. د «وېلت ام زونتاګ» ورځپاڼې په حواله د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ۵۸ فيصده بالغو پناه غوښتونکو د هويت د تثبيت اسناد نه دي وړاندې کړې. ورځپاڼه د کيڼ ګوند له خوا يوې پوښتنې ته د کورنيو چارو د وزارت د ځواب په استناد دغه خبره کړې ده. په تېره افغانان، اريتريايان او الجزائريان په دې حواله پرته له اسنادو آلمان ته راځي.