د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
اردوغان د امريکا د عدليې او داخلې وزيرانو په وړاندې د بنديزونو امر وکړ
د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، امر کړی دی چې په ترکيه کې دې د متحده آيالاتو د عدليې او کورنيو چارو د وزيرانو شمتني ضبط او کنګل شي. دغه خبره يې په يوه تلويزيوني وينا کې کړې. د ناټو د دغو غړو هېوادونو تر منځ د لانجې انګيزه په ترکيه کې د يوه امريکايي راهب زنداني کېدل دي چې واشنګټن يې آزادېدل غواړي. د امريکا حکومت د چارشبنې په ورځ د ترکيې د کورنيو چارو او عدليې پر وزيرانو باندې بنديزونه لګولي ول.
سږ کال څه باندې ۱۵۰۰ کډوال غرق شوي دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې «يو ان ايچ سي ار» د معلوماتو له مخې سږ کال څه باندې ۱۵۰۰ کډوال د مديترانې په سمندر کې غرق شوي دي. د مړو شمېر ډېر شوی دی سره له دې چې يوازې ۶۰ زره يعنې د تېر کال په پرتله يوازې نيمه برخه کډوال اروپا ته راغلي دي. داسې ويل کيږي چې د دغه شمېر نيمايي برخه کډوالو د جون او جولای په مياشتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د جون په مياشت کې د ايټاليې حکومت خپل بندرونه تړلي ول.
شمالي کوريا د ملګرو ملتونو په حواله خپل اتومي پروګرام درولی نه دی
شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د يوه داخلي راپور په حواله خپله د توغنديو او اتومي تګلاره نه ده پرې ايښې. دغه خبره د رويترز خبري اژانس په حواله د بې طرفه کارپوهانو له خوا په يوه پلټنه کې راغلې ده. په دې ډول شمالي کوريا د ملګرو ملتونو له بنديزونو څخه سر غړولی دی. د متحده آيالاتو د باندنيو چارو وزير، مايک پومپيو، د دې غوښتنه وکړه چې پر دغه هېواد باندې بايد فشار دوام پيدا کړي.
په ايران کې مظاهرې وشوې
په ايران کې د احتجاجونو په لړ کې مظاهره چيانو تهران ته څېرمه په يوې مدرسې باندې بريد کړی دی. د فارس خبري اژانس د مدرسې د مدير په حواله خبر ورکوي چې تقريبا ۵۰۰ کسانو هڅه کوله هلته اور ولګوي. د بريد پر مهال يې د حاکم نظام پر ضد سندرې هم ويلې. ويل کيږي چې پوليسو مظاهره چيان وشړل او ځينې کسان يې ونيول. په ټولنيزو شبکو کې داسې ويډيوګانې لاس په لاس کيږي چې په بېلابېلو ښارونو کې پکې احتجاجونه ښودل کيږي.
د چيلي د اسقفانو کنفرانس له ځورول شويو کسانو بخښنه وغوښته
په چيلي کې د کاتوليکي کليسا له خوا د جنسي ځورونې په رسوايۍ کې د دغه هېواد د اسقفانو کنفرانس غواړي چې له څارنوالۍ سره جوخته همکاري تر سره او د پلټنو پايلې خپرې هم کړي. اسقفانو له يوې پنځه ورځنۍ غونډې وروسته وويل چې د راهبانو په توګه له خپلو وظايفو څخه يې سرغړونه کړې او له قربانيانو څخه يې بخښنه وغوښتله. د چيلي قضا د ۱۵۸ راهبانو او عادي کسانو په وړاندې د جنسي ځورونې په برخه کې پلټنې کوي.
اسرائيلي سمندري ځواک يوه کښتۍ ونيوله
اسرائيلي سمندري ځواک له اروپا څخه ورغلې يوه کښتۍ د فلسطينيانو د غزې له تراډې مخکې ونيوله. پوځ وويل چې له دغې ساحلي سيمې مخکې د بحري کلابندۍ ماتول يې غوښتي ول. يوه اوونۍ پخوا هم دغه سمندري ځواک د پيوستون په موخه ورغلې يوه بله کښتۍ درولې وه. د غزې د کلابندۍ د پای ته رسولو په پلويتوب نړيوالې کميټې دغه پېښه تائيد کړې ده.