د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د شمالي کوريا د اتومي ازموينو د بندولو په اړه غبرګونونه
د شمالي کوريا له خوا په ناڅاپه توګه د اتومي تستونو او توغنديو د ازموينو د بندولو اعلان په اکثراً مثبت ډول اورېدل شوی دی. د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، په تويتر کې وليکل چې دا ډېر ښه نوي پرمختګونه دي. د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسئولې موګريني او د چين حکومت هم مثبت عکس العمل ښودلی دی. جنوبي کوريا د تستونو بندول «يو مهم پرمختګ وباله څو د کوريا نيمه ټاپو کې اتومي فعاليتونه ودرول شي.»
په نيکاراګوا کې احتجاجونو مړي اړولي
په نيکاراګوا کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ټولنيزې بيمې په برخه کې د اصلاحاتو پر ضد د تشدد ډک احتجاجونو په ترڅ کې لږ تر لږه لس انسانان وژل شوي دي. دغه خبره د ياد هیواد مرستيالې ولسمشرې، روساريو موريلو، وکړه. د هغې په خبره د هغو مظاره چيانو له خوا «راغونډېدنو» او «د ودانيو اشغال» صورت نيولی دی چې غواړي په هېواد کې «سوله او يووالی» له منځه يوسي.
نامعلومو کسانو په برلين کې پر يوه ترکي جنګي سپی خوشې کړی
نامعلومو کسانو د برلين په ختيځ کې د ليشتن بېرګ په ناحيه کې په يوه ۳۶ کلن ترکي سړي باندې جنګي سپی ورخوشې کړی دی. د پوليسو په حواله دغه سړي او د هغه ۵۶ کلنه ملګرې ته، چې يوه آلمانۍ ترکۍ ده، د جمعې په ماښام د يوې کافې مخکې له تعصبه ډکې خبرې او سپکې سپورې ويل شوې وې. ورپسې له دوو کسانو څخه يوه نامعلوم کس د ښځې مرۍ ته لاس وراچولی او هغه يې پر ځمکه باندې غورځولې ده.
د پرمختيايي چارو وزير، ميولر، عراق ته سفر وکړ
د آلمان د پرمختيايي چارو وزير، ګېرد ميولر، له يوه هئيت سره يو ځای د عراق پلازمېنې بغداد ته روان شوی دی. هلته دغه سياستوال غواړي چې د نورو تر څنګ له صدراعظم، حيدر العبادي، سره وويني. د خبرو تمرکز به د عراق پر بيارغونې او له آلمان څخه د عراقي کډوالو پر بيا ستنېدو وي. د آلمان حکومت غواړي له کډوالو سره مرسته وکړي څو هغوی په خپلو اصلي هېوادونو کې پښه ټينګه کړي.
د بشري حقونو رپوټ کې پر سوريې، ايران او شمالي کوريا انتقاد شوی
د امريکا د متحده آیالاتو د بهرنيو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعيت په هکله په خپل کلني رپوټ کې په تېره پر سوريې، ايران او شمالي کوريا باندې انتقادونه کړي دي. د بهرنيو چارو برحاله وزير، جان ساليوان، سربېره پر دې پر روسيې، چين، ترکيې، وينزويلا او ميانمار باندې هم نيوکې کړې دي. په خبره يې «فاسد او ضعيف» حکومتي کار نړيوال ثبات او د امريکا د متحده آيالاتو علايقو ته ګواښ پېښوي.
له تخنيکي ستونزو وروسته په سلګونو الوتکو پرواز ونه کړ
د «ساوت وېست آير لاينز» د هوايي شرکت په يوه طياره کې تر مرګونې پېښې وروسته ټاکل شوې ده چې په سلګونو عين ډول الوتکې بايد پرواز ونه کړي او بيا کنترول شي. د دې کار امر د متحده آيالاتو د الوتنو د څار ادارې «اف آی آی» کړی دی. په دې ترڅ کې د لوفت هانزا آلماني شرکت کومه انګيزه ونه ليدله څو خپلې طيارې هم کنترول کړي. په خبره يې دغه شرکت د بوينګ ۷۳۷ ډوله طيارې نه لري چې تخنيکي عوارض يې لرلي ول.