د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د اقليم ساتنې په پلويتوب د «ځمکې له پاره يو ساعت» وقف شو
د «ځمکې له پاره يو ساعت» تر عنوان لاندې د اقليم د ساتنې په غرض په ميليونو انسانان غواړي چې نن د يو ساعت له پاره چراغونه ګل کړي. د سيډني ښار په ځايي وخت د ماښام په ۸ نيمو بجو پيل وکړ. د آستراليا مشهوره اوپرا هم د يوه ساعت له پاره تياره پاته شوه. د چاپېريال ساتنې پلوې ټولنې دغه کمپاين ته بلنه ورکوي چې هدف يې د اقليم او چاپېريال د ساتنې پر اهميت ټينګار دی.
شمالي او جنوبي کوريا د خبرو پر وخت موافقه وکړه
شمالي کوريا د سئول په حواله په راتلونکې اوونۍ کې له جنوبي کوريا سره په لوړه سطح خبرو ته رضايت ښکاره کړی دی. د جنوبي کوريا د اتحاد يا يووالي وزارت ويلي دي چې د پنجشنبې په ورځ به د پانمونيوم په سرحدي ځای کې د اکمالاتي مسايلو په هکله خبرې تر سره شي. موضوع يې د اپريل په پای کې د شمالي او جنوبي کوريا تر منځ پلان شوې سرمشريزې ته آمادګي ټاکل شوې ده.
د کېمبريج اناليتيکا تلاشۍ جريان لري
په فيسبوک کې د خلکو د شخصي معلوماتو د افتضاح په تړاو، پلټونکو په لندن کې د «کېمبريج اناليتيکا» د کمپنۍ په دفترونو کې تلاشي کړې ده. دغه خبر د بريتانيې خبري اژانس «پي آی» ورکړی دی. تقريبا شل تنه مامورين د محکمې تر پرېکړې وروسته د دغه شرکت دفترونو ته ورننوتلي دي. په ياد شرکت باندې شک کيږي چې په غير قانوني ډول يې د فيسبوک د ۵۰ ميليونو کارونکو معلومات د يوه آپ د لارې لاس ته وروړي دي.
د فرانسې په جنوب کې د بريد په تړاو دوه تنه نيول شوي
د فرانسې په جنوب کې د يرغمل نيونې په شمول له شکمن اسلامپال بريد وروسته، اوس د عامل د شاوخوا څخه يو بل کس هم نيول شوی دی. پر نيول شوي زلمي او پر يوې بلې د شپې له خوا نيول شوې ښځې باندې شک کيږي چې په يوه مجرم تروريستي سازمان کې غړيتوب لري. د څرګندونو په حواله نيول شوې ښځه له عامل سره يو ځای اوسېده. ياد عامل د جمعې په ورځ په کارکاسون او په يوه مغازه کې د يرغمل نيونې په پېښه کې درې تنه وژلي دي.
په زرګونو خلکو د کتالونيا د بېلتون پالو په نفع مظاهرې وکړې
د هسپانيې په کتالونيا نومې سيمه کې په زرګونو خلک سړکونو ته راوتلي دي. هغوی د بېلتون پال غورځنګ د څو شمېر سياستوالو د نيولو د امرونو پر ضد لاريون ته سره راټول شوي دي. له پوليسو سره په نښتو کې د ژغورونکو ځواکونو په حواله لږ تر لږه ۲۴ تنه مظاهره چيان سرسري او برسېرن ژوبل شوي دی. د جمعې په ورځ په مادريد کې د مرکزي حکومت په وړاندې د بېلتون پالو د نيولو د امر په صادرولو سره د خلکو غوسه راپارېدلې وه.
په امريکا کې د «بمپ ستوکس» پر ضد قانون وړاندې شو
يوه ورځ مخکې له هغه چې د وسلو د قانون د سختولو په پلويتوب لويه مظاهره وشي، د متحده آيالاتو حکومت د «بمپ ستوکس» آلاتو پر ضد يو قانون ارائه کړی دی. د دغسې آلاتو په مرسته يوه نيمه اتوماتيکه وسله په يوه ماشيندار باندې بدليږي. د اکتوبر په اوله نېټه يوه بريدګر چې له دغه تخنيک څخه يې کار اخيستی و، په لاس وېګاس کې ۵۸ تنه ووژل او ۸۵۰ نور تنه يې ژوبل کړي ول.