د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
ان ار ای د وسلو د سخت شوي قانون په وړاندې دعوا کړې
د متحده آيالاتو د وسلو لابي، ار ان ای، په فلوريدا آيالت کې د وسلو د سخت شوي قانون پر ضد دعوا کول او له دې لارې د دغه قانون مخه نيول غواړي. علت يې دا ښودل شوی دی چې نوي مقررات، د متحده آيالاتو د اساسي قانون د دويمې ضميمې څخه سرغړونه ده. دغه ماده د دې ضمانت کوي چې ټول اتباع حق لري يوه وسله له ځانه سره وګرځوي. د فلوريدا والي، ريک سکوت، د وسلو ضد قانون د جمعې په ورځ لاسليک کړی و.
ترمپ له کيم سره د کتنې له پاره شرطونه لري
د امريکا متحتده آيالات د ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا د واکمن، کيم جونګ اون، په ليدنې پورې شرايط تړلي دي. د سپينې ماڼۍ په حواله دغه ليدنه يوازې هغه مهال ممکنه ده چې شمالي کوريا د خپل هېواد د بې اتومي کولو په لور ګامونه واخلي. د ترمپ وياندې، سارا سېندرس، وويل کيم ډېرې وعدې کړې دي او دا چې متحده آيالات مطمئين دي چې ورسره سم اعمال به هم پلي شي.
په کليفورنيا کې يرغمل نيونه کې څلور تنه وژل شوي
د متحده آيالاتو په کليفورنيا آيالت کې د پخوانو عسکرو د پالنې په يوه ودانۍ کې د يوې برمته نيونې پر وخت څلور تنه وژل شوي دي. پر ودانۍ باندې تر حملې وروسته پوليسو درې مړې ښځې او ښايي شکمن عامل هم موندلی وي چې مړ و. پوليسو وويل چې د دغې پېښې جزيات لا معلوم شوي نه دي. د يوې ځايي ورځپاڼې په حواله برمته کوونکی خپله يو پخوانی عسکر و چې له پوځي ماموريت وروسته يې ټکان خوړلی او په يوې ذهني ناروغۍ اخته شوی و.
ياغيان ښايي له شرقي غوطې ايستل شوي وي
د ياغيانو يوه جوپه ښايي دمشق ته څېرمه له جنګ ځپلې شرقي غوطې څخه ايستل شوې وي. دولتي تلويزيون په يوه بس کې جنګيالي ښکاره کړي ول. د سوريې د بشري حقونو د څار د ډلې په حواله دغه کسان د هئيت تحرير الشام په نوم د يوې سخت دريځې اسلامي ټلوالې ۱۳ غړي او د هغوی کورنۍ دي. خو دغه څرګندونې په بې طرفانه توګه څېړل کېدای نه شي. د جمعې په ورځ کلابندې ختيځې غوطې ته د مرستې يو دويم کاروان هم رسېدلی وو.
د جمهوريت د ورځپاڼې خبريالان آزاد شوي دي
په ترکيه کې د حکومت د منتقد، جمهوريت، ورځپاڼې دوه مشهور ژورناليستان له يوه کال تحقيقاتي بند وروسته آزاد شوي دی. د جمعې په شپه مسئول مدير، مراد سابونجو او خبريال، احمد سيک، له ۴۰۰ ورځو بند وروسته د استانبول له زندان څخه خوشې شوي دي. محکمې دغه شرط هم وضع کړی چې دواړه تورن کسان بايد له ترکيې څخه ونه وځي او هره اوونۍ پوليسو ته هم مراجعه وکړي. په دې ترڅ کې د تروريزم تور هم ورباندې نه اخيستل کيږي.
په يونان کې دوه آلماني ژورناليستان نيول شوي
دوه آلماني ژورناليستان د يونان په شمال ختيځ کې د ترکيې سرحد ته څېرمه نيول شوي دي. د آلمان سفارت په اتن کې تائيد کړي دي چې يو تن پکې ۳۱ کلن او بله د هغه ۳۳ کلنه همکاره ده. دغو کسانو ويلي دي چې د آلمان د «آه ار دي» چېنل له پاره يې غوښتل له آلمان څخه د بېرته ستنېدونکو کډوالو په هکله يوه ويډيو جوړه کړي. داسې ويل کيږي چې هغوی د فلم اخيستلو جواز نه درلود.