د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د شمالي کوريا واکمن د سويلي کوريا ولسمشر بللی دی
د شمالي کوريا واکمن، کيم جونګ اون، د جنوبي کوريا ولسمشر، مون جای اين، په پيونګ يانګ کې د ليدنې له پاره وربللی دی. د جنوبي کوريا د ولسمشرۍ د دفتر په حواله د کيم جونګ اون خور، کيم جو اونګ، مون ته په شفاهي توګه د خپل ورور بلنه ورکړې ده. مون له شمالي کوريا څخه د اتومي پروګرام صرف نظر غوښتی و او له احتياطه يې کار واخيست: د هغه نقل قول داسې شوی دی، «راځئ چې په راتلونکي کې اړين شرايط ورته برابر کړو.»
اسرائيل له جنګي ماموريت وروسته جټ الوتکه له لاسه ورکړه
د اسرائيلو يوه جنګي الوتکه په سوريه کې د ماموريت پر وخت تر فاير لاندې راغلې او بيا په اسرائيل کې لوېدلې ده. په تل ابيب کې د پوځ د يوه وياند په حواله دواړو پيلوټانو وکولای شول چې د ژغورونکو سيټونو په واسطه ژوندي پاته شي. د خبرونو په حواله، تر مخه يوې اسرائيلي چورلکې يوه بې پيلوټه طياره نيولې وه کومه چې د اسرائيلو هوايي حريم ته ورننوتلې وه.
د مکسيکو د يوې مجرمې ډلې مشر نيول شوی دی
د مکسيکو اردو د «لوس زېتاس» په نوم د مجرمينو د ډلې يو مهم مشر نيولی دی. خوزې ماريا ګويزار والېنسيا د دغه هېواد داسې يو مجرم و چې ډېر لټون ورپسې روان و. د مکسيکو د ملي امنيت د کميسيون مشر وويل چې دغه ۳۸ کلن سړی د مکسيکو ښار په مرکز کې بې له دې چې مقاومت وکړي، نيول شوی دی. ګويزار د امريکا د متحده آيالاتو تابعيت هم لري. په دواړو هېوادونو کې د هغه په وړاندې د نيولو امرونه جاري دي.
په ټايوان کې له زلزلې وروسته د مړو شمېر ۱۴ تنو ته ختلی
د ټايوان د ختيځ ساحل په اوږدو کې تر سختې زلزلې وروسته اوس د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۴ تنو ته جګ شوی دی. د ژغورنې د ځايي ډلې په حواله په هوالين ښار کې د يوه سړي او يوه هلک مړي د يوې نړېدلې ودانۍ له کنډوالو څخه را ايستل شوي دي. دغې د ۶،۰ په مقدار زلزلې د سه شنبې په ماښام د نيمې شپې مخکې په تېره بيا په هوالين کې پراخې ويجاړۍ اړولې وې.
د کتابونو نيول شوی تجار نه غواړي چې «له چين څخه ووځي»
په چين کې نيول شوی، هانګ کانګی د کتابونو تجار، ګوي مينهای، له بيا ځلې لا درکۍ وروسته بېرته راڅرګند شوی دی. د پوليسو د چارواکو له خوا په داسې يوه مرکه کې چې ښايي ګوتې پکې وهل شوې وي، نوموړي ويلي دي چې هغه نه غواړي له دغه هېواد څخه ووځي. د ګوي په سر لانجې د سويډن او چين تر منځ اړيکې اغېزمنې کړې دي. د اروپايي ټولنې ډېرو هېوادونو، چې سويډن او آلمان پکې هم راځي، د ګوي آزادېدل غوښتي دي.