د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
شمالي کوريا په پټه د مليارډونو تجارت کوي
داسې ښايي چې شمالي کوريا په لوی لاس د ملګرو ملتونو له خوا ورباندې لګول شوي بنديزونه له پامه غورځوي. دغه خبره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له يوه پټ راپور څخه څرګنديږي. له مخې يې پيونګ يانګ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ او سپتمبر مياشتو په ترڅ کې د ممنوعه وارداتو د لارې تقريبا دوه سوه ميليونه امريکايي ډالر تر لاسه کړي دي. کارپوهان ليکي چې شمالي کوريا تقريبا ټول هغه اموال صادروي چې ورباندې بنديز لګېدلی دی.
د ترمپ په منظورۍ د اف بي آی ناندرئيز يادداشت خپور شو
د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ له منظورۍ وروسته کانګرېس د روسيې د کشالې په هکله يو ناندرئيز يادداشت خپور کړی دی. په دغه سند کې پر فدرالي پوليسو، اف بي آی، باندې د روسيې په هکله د پلټنو په برخه کې د تېروتنو تور لګول کيږي. اصلي مساله پکې د کارتر پېج، څارنه ده څوک چې په انتخاباتي مبارزو کې د ترمپ مشاور و.
امريکا غواړي چې «واړه اتومي بمونه» جوړ کړي
د امريکا د متحده آيالاتو وسله وال ځواکونه غواړي چې خپلې د اتومي وسلو زېرمې عصري کړي. د حکومت د نوې اتومي ستراتيژۍ په هکله د پنتاګون په يوه کاغذ کې راغلي دي چې يو «محدود شمېر» موجوده اتومي سرګلولې چې د اوبتلو په ذريعه د اوږده واټن پر توغنديو پورې اړه لري، به بدل کړای شي. په اوږده مهال بايد سربېره پر دې، يو اتومي د مارش توغندی هم رامنځ ته کړل شي.
د لوی ائتلاف په سر خبرې اترې وروستي پړاو ته ننوتلي
په آلمان کې د لوی ائتلاف په سر په روانو خبرو اترو کې اتحادي او سوسيال دموکرات ګوندونه غواړي چې د اوونۍ په پای کې ټول وروستي اختلافات له منځه يوسي. اوس يو ځل بيا د روغتيا د سيستم، د کورونو د بازار او د کار د حقوقو په هکله خبرې تر سره کيږي. اصلي هدف دا دی چې دغه خبرې اترې به د يکشنبې په ورځ بشپړې شي. تر ټولو وروستۍ ورځ بيا راتلونکې سه شنبه ښوول شوې ده چې خبرې اترې يې بايد پکې پای ته ورسيږي.
د طارق رمضان په وړاندې حقوقي قضيه پيل شوې ده
د فرانسې قضا مشهور اسلامپوه، طارق رمضان، په رسمي توګه په جنسي تېري تورن کړی دی. دوه ورځې وروسته له هغه چې رمضان په پاريس کې ونيول شو، اوس څارنوالۍ د دغه سويسي تبعه په وړاندې قضايي پلټنه هم شروع کړې ده. دوه ښځې ورباندې تور پورې کوي چې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو کې يې جنسي تېری ورباندې کړی دی. رمضان د نومبر په مياشت کې د بريتانيې په اکسفورد پوهنتون کې له خپلې پروفيسرۍ څخه رخصت کړل شو.